اېلان ماسک د اروپايي ټولنې د منحل کېدو غوښتنه کړې

پرون

د اروپايي ټولنې له خوا د غېرقانوني محتوا ضد قوانینو د سرغړونې له امله په اېکس شرکت باندې د ۱۴۰ میلیون ډالرو جریمې له لګولو وروسته، امریکایي میلیارډر اېلان ماسک د اروپايي ټولنې د منحل کېدو غوښتنه کړې ده.

ماسک ویلي، چې اروپايي ټولنه په یوه بیوروکراتیک جوړښت بدله شوې او واک باید بېرته خپلواکو هېوادونو ته وسپارل شي.

تر دې وړاندې اروپايي ټولنې د غېر قانوني او سختې محتوا د مخنیوي اړوند د نویو قوانینو د سرغړونې له امله اېکس شرکت ۱۴۰ میلیونه ډالره جریمه کړی و.

دا اقدام د اروپايي ټولنې د ډیجیټلي خدماتو قانون په چوکاټ کې لومړنی رسمي جریمه بلل کېږي.

اېلان ماسک د دې پرېکړې په غبرګون کې په اېکس پاڼه کې یو شمېر یادښتونه خپاره کړل او پکې یې د اروپايي ټولنې د منحل کېدو غوښتنه وکړه.

هغه په یوه یادښت کې لیکلي: «اروپايي ټولنه باید منحل شي او واک باید بېرته خپلواکو هېوادونو ته وسپارل شي، څو حکومتونه وکولای شي د خپلو خلکو ښه استازولي وکړي.»

اېلان ماسک همدارنګه خلک هڅولي، چې له اروپايي ټولنې ووځي تر څو خپل ملي حاکمیت بېرته ترلاسه کړي. دغه امریکايي میلیارډر د دې نظر د یو شمېر پلوي کوونکو لیکنې هم بېرته خپرې کړې دي.

بل لور ته د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک د هغو امریکايي کاروونکو د یادښتونو په غبرګون کې چې د اروپايي ټولنې په اړه لیکل شوي و، وویل: «اروپا ستاسو ستونزه نه ده، بلکې تر ټولو نږدې متحده مو ده. موږ ګډ دوښمنان لرو او باید همدا لاره تعقیب کړو. دا زموږ د ګډ امنیت لپاره یوازینۍ معقوله تګلاره ده.»

اروپايي کمېسیون د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د اېلان ماسک اړوند پر اېکس شرکت د کړنو په اړه یې له دوه کلنې څېړنې وروسته ۱۴۰ میلیون ډالر جریمه لګولې ده.

د یادو پلټنو د پایلو له مخې، دغه ټولنیزې شبکې په څو برخو کې قانوني مقررات تر پښو لاندې کړي دي؛ چې پکې د حسابونو د تایید نښې ناسم ډیزاین، د اعلانونو په ارشیف کې د روڼتیا نشتوالی او څېړونکو ته د اړینو معلوماتو له سپارلو ډډه کول شامل دي.

نور خبرونه

رادیو