د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست خبر ورکړی، چې د ازبکستان د بډمنټون ملي لوبډلې څلور لوبغاړي کابل ته رسېدلي؛ څو د ۲۰۲۵کال د افغانستان اوپن بډمنټون په سیالیو کې ګډون وکړي.
د یاد ریاست په وینا؛ دغه سیالۍ به د روانې لېندۍ میاشتې په ۱۳مه نېټه د کابل په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیم کې پيل او د همدې میاشتې تر ۱۹مې نېټې به دوام وکړي. په دغه سیالیو کې د افغانستان، ایران، ازبکستان او سوریې لوبغاړو برخه اخیستې ده.
دغه ریاست ویلي، چې د یادو سیالیو موخه د ورزشي اړیکو پراختیا، د لوبغاړو تجربو لوړول او د بډمنټون ورزش وده بلل شوې ده.

