سرچینې: طالبانو د کابل د سناتوریم اوسېدونکي له کورونو وتلو ته اړ اېستلي

۵۳ دقيقې مخکې

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کابل سناتوریم اوسېدونکي په جبري توګه له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي او کورونه یې خپل او خپلوانو ته سپارلي دي.

د باوري سرچینو په وینا، طالبانو له دغو کورونو څخه ښځې او ماشومان په جبري توګه اېستلي او هغوی یې کډه کولو ته اړ کړي دي. د دغې پیښې کره وخت لا ندی څرګند.
د راپورونو له مخې، د طالبانو د عدلیې وزارت په نمایشي توګه کورونو ته ټیټې کرایې ټاکلې دي، خو نه غواړي دغه کورونه اصلي مالکانو ته وسپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په غبرګولي میاشت کې هم د کابل د سناتوریم سیمې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي یې شخصی کورونه غصبوي. دوی د کورونو شرعي قبالې هم شریکې کړې وې او ویلي یې و، چې د طالبانو د عدلیې وزیر غواړي کورونه د خپلو وسله والو په زور خالي کړي او خپل او خپلوان پکې ځای پر ځای کړي.
د کابل شپږمې حوزې د سناتوریم اوسېدونکي چې شمېر یې ۷۲ کورونو ته رسېږي، وايي چې د ځمکو او کورونو شرعي قبالې یې څو ځله څېړل شوې او معلومه شوې ده، چې د دوی سندونه قانوني دي خو د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ورته ویلي، چې د پخوانیو حکومتونو سندونه نه مني.
له دې سره، د طالبانو د عدلیې وزارت د تېر کال په لیندۍ میاشت کې اعلان وکړ، چې د غصب شویو ځمکو د څېړلو ځانګړې محکمې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان په سناتوریم سیمه کې له ۲۰ جریبه زیاته غصب شوې ځمکه دولتي تثبیت کړې ده.
د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په داسې حال کې د کورونو په غصب تورنېږي، چې نوموړی ملاهبت الله ته نږدې کس دی او د دولتي کورونو پر سر نه یوازې له سیاسي څېرو سره لاس او ګرېوان دی، بلکې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د کوچیانو هغه کورونه هم وران کړي، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي فرمانونه یې په لاس کې لرل.

نور خبرونه

رادیو