عبدالغفور لېوال، چې د افغانستان د ادبیاتو، ژورنالیزم او ډیپلوماتیکو چارو پېژندل شوې څېره ده، د نومبر له ۲۴مې نېټې به د افغانستان انټرنشنل تلویزیون په «سپړنه» خپرونه کې پر فرهنګي او تاریخي مسایلو بحثونه وړاندې کوي. دغه خپرونه د کابل پر وخت په اونۍ کې ۵ ورځې د شپې پر ۱۰ بجو خپریږي.
لېوال په کورنیو او نړیوالو پېژندل شویو تحصیلي موسسو کې زده کړې کړې دي؛ له علامه طباطبایي پوهنتون څخه یې د ادبیاتو په برخه کې د دکتورا سند اخېستی او د کابل پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو ماسټري لري.
لېوال دغه راز د امریکا په مریلینډ پوهنتون کې (Humphrey ) فیلوشیپ بشپړ کړی او په ژورنالیزم، ادبیاتو او سیاست کې تخصص لري.
په مسلکي ژوند کې عبدالغفور لېوال د افغانستان په ډیپلوماتیکو، کلتوري او ټولنیزو چارو کې مهمې دندې ترسره کړې دي.
هغه په ایران کې د افغانستان سفیر، د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر او د افغانستان د سیمهییزو مطالعاتو مرکز رییس پاتې شوی. دغه راز نوموړي د سرحدونو اوقبایلو په چارو کې د ولسمشر اشرف غني ارشد سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
لېوال د ژورنالیزم په ډګر کې هم فعاله تجربه لري؛ د سولې او جګړې خبریالۍ له انسټیټوټ او ازادۍ راډیو پښتو څانګې سره یې هم دندې ترسره کړې دي. دی همدا راز د افغانستان د اساسي قانون د تسوید او تصویب کمیسیونونو ویاند او د مطبوعاتي دفتر مشر پاتې شوی دی.
عبدالغفور لېوال ۳۱ کتابونه او له ۲۰۰ډېرې مقالې خپرې کړې دي.
« سپړنه» د افغانستان او سیمې د تودو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو ژور تحلیل وړاندې کوي او د عبدالغفور لېوال په راتګ سره به د کره، بې پرې او مستندو تاریخي او فرهنګي شننو او معلوماتو پر رسولو تمرکز لا ډېر کړي.
دغه خپرونه په اونۍ کې پنځه ورځې د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۰بجو خپریږي.

