د پنجاب حکومت د افغان کډوالو په تړاو د معلوماتو ورکوونکو ته نغدي جایزه ټاکلې

۴ ساعتونه مخکې

د پاکستان د پنجاب ایالت د اطلاعاتو وزیرې عظمیٰ بخاري اعلان کړی چې په پنجاب کې د ناقانونه مېشتو افغانانو او نورو بهرنیو وګړو په اړه معلوماتو ورکوونکو ته به نغدي انعام ورکول کېږي.

د پاکستاني رسنۍ جیو نیوز د راپور له مخې بخاري ویلي چې په ټول پنجاب کې د ناقانونه مېشتو افغانانو او بهرنیو وګړو د نیولو او بېرته ستنولو لپاره پراخ عملیات روان دي او حکومت هڅه کوي چې د کډوالۍ له قانون څخه سرغړونه کوونکي کسان ډېر ژر له دې هېواده وباسي.

د هغې په وینا، هر هغه څوک چې د ناقانونه مېشتو افغانانو په اړه معلومات ورکړي، د حکومت له لوري به نغدي وستایل شي.

عظمیٰ بخاري زیاته کړې چې یوازې په تېرو درې اونیو کې يې ۶زره او ۲۲۰افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

څه موده وړاندې په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته یو پرانیستی لیک استولی و او غوښتنه یې ترې کړې وه، چې د دوی د نیونې او جبري ستنونې لړۍ ودروي.

د پنجاب حکومت دا اعلان په داسې حال کې کوي چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د پېژندنې او ایستلو لړۍ لا هم روانه ده. په زرګونه افغان کډوال چې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، له جبري اېستلو، اقتصادي کړاوونو او امنیتي فشارونو سره مخ دي. په دې کې د مدني ټولنې غړي، خبریالان، د پخواني حکومت کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان شامل دي.

نور خبرونه

رادیو