طالبانو له شاتوت بند څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې لپاره یو میلیارد افغانۍ بېلې کړې

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت ویاند ویلي، چې په کابل کې د څښاک اوبو د ستونزې د حل په موخه له شاتوت بند څخه د اوبو لېږدونې پروژې لپاره یو میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې او ډیر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت ویاند مطیع الله عابد ویلي، چې د شاتوت للندر بند څخه کابل ښار ته د څښاک اوبو د لېږد پروژې تخنیکي مطالعات بشپړ شوي او ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

د نوموړي په وینا، د یادې پروژې په بشپړیدو سره به د ۴ تر ۵ میلیونه کابل ښاریانو د څښاک اوبو ستونزه حل شي.

عابد ویلي:« دا بند کولای شي له څلور تر پنځه میلیونو کسانو ته د څښاک اوبو زمینه برابره کړي، ځکه دې پروژې ته لومړیتوب ورکړل شوی دی. کار ته اماده پروژه ده او تر یو میلیارد افغانیو بودجه ورته منظور شوې ده او ډېر ژر به یې عملي چاري پیل شي.»

طالبانو په کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزه جدي بللې ده او وايي، چې د پنجشیر سیند او د شاه او عروس بند څخه هم کابل ښار ته د اوبو رسونې پروژو باندې غور کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاند د «مرسي کورپس» نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به کابل د اوبو له جدي کمښت سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو