د طالبانو د اصلاحي کمیسیون پخواني رییس عبدالرحمن منیر نن د چارشنبې په ورځ، ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د نوي معیین په توګه دنده پیل کړه، خو پخواني معیین محمد قاسم خالد چې یوازې یې ۲۸ ورځې دنده ترسره کړه، د نوي معیین په معرفت غونډه کې ګډون نه دی کړی.
طالبانو د تېر اکتوبر میاشتې پر ۲۲ مه نېټه د نیمروز پخوانی والي محمد قاسم خالد د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معیین په توګه وټاکه، خو له ۲۸ ورځو وروسته یې له دندې ګوښه کړ او پر ځای یې د یادې ډلې د اصلاحي کمیسیون پخوانی رییس عبدالرحمن منیر په دنده وګوماره.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او د یاد وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینت له خوا خپرو شویو خبرپاڼو او انځورونو کې د نوي معیین په پیژندګلویزه غونډه کې محمد قاسم خالد نه ښکاري.
باخبره سرچیني وايي، چې محمد قاسم خالد د نشه يي توکو سره د مبارزې معینت څخه د ګوښه کېدو په اړه ناخوښه دی.
تېره ورځ په کابل کې د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معیین محمد قاسم خالد د هغو طالب مشرانو په غوښتنه اصلاحي کمیسیون ته تبدیل شوی، چې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکیل دي.
د سرچینو په وینا، د نشه یې توکو په کښت او قاچاق کې د طالبانو ځینې ښکیل چارواکي چې هبت الله ته نږدې دي، د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د نوي معیین محمد قاسم خالد له اصلاحاتو او تغیراتو څخه خوښ نه ول او د کندهار د والي ملا شیرین او د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل په هڅونه یې ملاهبت الله دې ته اړ اېست، چې له خپلې دې ټاکنې لاس پر سر شي او محمد قاسم خالد د طالبانو اصلاحي کمیسیون ته ولیږي.
د کندهار والي ملا شیرین او د دفاع وزارت مرستیال ملا فاضل هبت الله ته ویلي، چې ددې ډلې د اصلاحي کمیسیون اوسنی رییس عبدالرحمن منیر د تحریک طالبان پاکستان پر مشرانو فشار ډېروي او مخالف یې دی او باید د هغه پرځای «نرم دریځی» محمد قاسم خالد، چې د ټي ټي پي له مشرانو سره د ښو اړیکو سابقه هم لري، د اصلاحي کمیسیون د رییس په توګه معرفي شي.

