د ایران د کورنیو چارو وزیر: په ایران کې شپږ ميليونه افغان کډوال میشت دي

۲ ساعتونه مخکې

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني اعلان کړی چې د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې شپږ ميليونه افغان کډوال میشت دي. نوموړي د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وويل چې تر دې دمه يو نيم ميليون افغان کډوال له ايران نه شړل شوي.

د ايران د کورنيو رسنيو د رپوټونو له مخې، ددغه هېواد د کورنيو چارو وزير د کابینې د ناستې په څنډه کې خبریالانو ته وويل: «د پولو امنيتي وضعيت مناسب دی او د هېواد د امنیت حالت هم د تېر کال په پرتله ښه شوی دی».

اسکندر مومني ويلي دي: «موږ ويلي چې د کډوالو ضد نه يو، خو زموږ سرچينې او امکانات نور د ډېر شمېر [کډوالو منلو] لپاره بسنه نه کوي».

هغه د وږي میاشتې په يوه وينا کې ويلي وو چې د روان لمريز کال تر پایه به نږدې دوه ميليونه نور افغان کډوال هم له ايران څخه وشړل شي.

د بشري حقونو سازمانونو رپوټونه او د سيمه ييزو سرچينو او عيني شاهدانو معلومات ښيي چې ايران لسګونه زره افغان کډوال د قانوني پړاوونو له تېرېدو پرته، په ګواښ، وهلو ډبولو او په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

په هالنډ کې د حقوقي او ټولنيزې مشورې مرکز «اوا» په خپل یوه تحقيقاتي رپوټ کې، چې د روان کال د زمري میاشتې په منځ کې خپور شوی و، وويل چې سلګونه افغان کډوال د ايران د اخراج په بهير کې له تاوتريخوالي او بد چلند سره مخ شوي او شتمنۍ يې مصادره شوې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې کډوال افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د زده کړو نه‌لاسرسي، بشري بحران، لوږې او د ژوند د سختو شرايطو له جدي ننګونو سره مخ کېږي.

نور خبرونه

رادیو