محمد نعیم: نړیواله ټولنه دې پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند په اړه غږ پورته کړي

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال محمد نعیم په افغانستان کې د بشري همغږۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستيال اندریکا رټواټه سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه نړیواله ټولنه غږ پورته کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه، د لړم ۱۹مه، وویل، چې په دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، د جبري راستنېدونکو کډوالو د ستونزو پر حل او یوشمېر نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال محمدنعیم څرګنده کړې، چې طالبان د ټولو هغو بنسټونو ملاتړ ته ژمن دي، چې چارې یې د افغانانو په خیر وي.

ده همدارنګه له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې له افغان حکومت سره په ګډه د جبري راستنېدونکو کډوالو د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې کوټلي ګامونه واخلي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري ایستلو پر مهال روان ناوړه چلند د ټولو بشري اسلامي او ګاونډيتوب د ارزښتونو خلاف دی او نړیواله ټولنه باید په دې اړه خپل غږ پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ویلي، سربېره پردې چې مالي سرچینې محدودې شوې دي، خو بيا هم ملګري ملتونه د افغانانو د ملاتړ او د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې له طالبانو سره ګډ کار ته ژمن دي او دوام ورکوي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو سره ناوړه چلند په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو