د افغانستان په سوېل کې د هلمند ولایت د کب روزنې صنعت د بېساري پرمختګ په حال کې دی. د کب روزنې د ټولنې مسوولین وایي، د خلکو د لېوالتیا له زیاتېدو سره هره میاشت شاوخوا ۳۰زره کیلو ګرامه کبان تولیدېږي او سلګونه نوي فارمونه یې ثبت او فعال شوي دي.
د کب روزنې د ټولنې مشر قدرتالله وایي، په وروستیو کلونو کې د کب روزنې لېوالتیا د پام وړ ډېره شوې ده او اوس زرګونه فارمونه د تولید په حال کې دي. نوموړی زیاتوي، یوازې په تېرو دوو اونیو کې له دوو زرو ډېر فارمونه ثبت او راجستر شوي چې دغه صنعت د پراختیا څرګنده نښه ده.
قدرتالله باور لري، که د حکومت او خصوصي سکتور پانګونه زیاته شي؛ نو هلمند کولای شي په لنډ وخت کې د کبانو د تولید له پلوه ځان بسیا شي. نوموړی زیاتوي: «موږ د هیچري یا د کب بچیو د تولید د یو مرکز جوړولو ته اړتیا لرو؛ څو د سوېلي زون اړتیاوې پوره کړو.»
د کب روزنې یو شمېر فارم لرونکي هم له خپلو لاسته راوړنو خوښ دي. شاهمحمد چې د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وايي: «یو کال مخکې مې درې زره د کبانو بچي اخیستي وو، اوس یې وزن له یو نیم کیلوګرامه اوښتی او بازار ته برابر دي.»
په دغه ولایت کې د کبانو روزونکي وایي، چې له دې لارې یې عاید ښه شوی. دوی وایي، که پانګهوال دې برخې ته راشي نه یوازې به یې کاري فرصتونه ډېر شي؛ بلکې هلمند به د کبانو د تولید یو مهم مرکز شي.

