کرزي یوځل بیا د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانېستلو هیله ښودلې

۴۳ دقيقې مخکې

پخواني ولسمشر حامد کرزي د نومبر ۱۰مې په تړاو، چې د سولې او پراختیا لپاره د پوهې نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې، د افغان نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د زر تر زره پرانېستل کېدو هیله ښودلې ده.

کرزي پر خپل اېکس د نومبر د لسمې په تړاو ویلي، چې دا ورځ د سولې په ټینګښت او د بشري ټولنې پراختیا کې د علم د حیاتي رول یادونه کوي.

پخواني ولسمشر د دې ورځې د نمانځلو په ترڅ کې ویلي، چې افغانستان هم لکه نورې ټولنې، علم او پوهې ته اړتیا لري او یوازې هغه وخت پر ستونزو بریالی او پرمختګ او ځان بسیاینې ته رسېدای شي چې د سراسري تعلیم او زده کړو لازم شرایط برابر شي.

کرزي هیله څرګنده کړې، چې د نجونو پرمخ ژر تر ژره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.

نوموړي له ټولو افغان ځوانانو، نجونو او هلکانو غوښتنه کړې چې د علم او پوهې د ترلاسه کولو لپاره له هر شوني فرصت او وسیلې ګټه واخلي او ځانونه لوړو علمي مقامونو ته ورسوي، چې افغانستان د علم په رڼا کې او د خپلو لوستو ځوانانو په مټ سولې او تلپاتې پراختیا ته ورسیږي.

د نومبر لسمه داسې مهال نمانځل کیږي، چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته په ټول افغانستان کې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او له شپږم پورته ټولګیو ښوونځیو دروازې تړلې دي.

دې ډلې تر اوسه ددې پرېکړې روښانه دلایل نه دي وړاندې کړي.

نور خبرونه

رادیو