د ایران د وګړو او بهرنیو کډوالو د چارو مرکز مشر نادر یار احمدي د طالبانو د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني سره په تهران کې د ایران مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي. هغه ویلي، ایران کې مېشت هغه افغان کډوال چې لا هم په لاسلیکل شوي پاسپورټونه لري؛ باید برېښنايي هغه واخلي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه پروسه باید د شپږو میاشتو په موده کې بشپړه شي. د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د (لړم ۱۸مه) راپور ورکړی، چې نادر یار احمدي د دغه لیدنې پر مهال د ایران او افغانستان د پولو د جدي کنټرول غوښتنه کړې؛ څو دغه هېواد ته د افغانانو د ناقانونه تګ راتګ مخه ډب شي.
د راپور له مخې؛ فضل محمد حقاني ژمنه کړې، چې د طالبانو اداره به د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې له ایران سره همکاري وکړي. نوموړي دارنګه نادر یار احمدي ته د هغو افغانانو د هویت د تثبیت او برېښنايي کولو د بهیر په اړه معلومات ورکړي، چې د «امایش کارتونه» لري. همدا راز یې د پخوانیو په لاسلیکل شویو پاسپورټونو د برېښنايي کېدو په تړاو هم ډاډ ورکړی دی.
نادر یار احمدي له دې وړاندې اعلان کړی و، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یو مېلیون او ۴۵۰زره افغان کډوال چې د قانوني استوګنې اسناد یې نه لرل، له دغه هېواده اېستلي دي. نوموړي ویلي و، چې د ایران حکومت غواړي په نږدې راتلونکي کې همدومره نور افغانان هم وباسي.

