طالبانو د ۲۵.۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت د کونړ ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورلې دي

AP ۱۴۰۴ لړم ۱۹

په کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ازادې بولۍ له لارې نږدې ۷۳۶ کیلوګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې د ۲۵.۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوې دي.

په کونړ کې د طالبانو د کانونو رییس مولوي شیرین اغا وايي، چې د دغه ډبرو په پلورلو سره ۲.۵ مېلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته ټولې شوې دي. بلخوا ځایي اوسېدونکي او د چاپېریال ساتنې برخې شنونکي وايي، د کونړ په ډېرو برخو کې د کانونو کېندنه په نامعیاري توګه روانه ده او ډېری کېندنې د شخصي ډلو تر کنټرول لاندې ترسره کېږي.

دوی ټینګار کوي، چې د کانونو ناقانونه کېندنه نه‌ یوازې طبیعي چاپېریال ته زیان رسوي؛ بلکې د سیمه‌‌ییزو خلکو د ژوند سرچینې هم له منځه وړي.

نور خبرونه

رادیو