ندامحمد ندیم په کابل کې د جاپان له نوي سفیر سره د پېژندګلوۍ ناسته کړې

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی وزیر ندا محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له نوي سفیر ماساموتو کېنیچي سره د پېژندګلوۍ ناسته کړې. ندیم د جاپان له سفیره غوښتي، چې هېواد یې باید له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي.

د دوشنبې په ورځ د (لړم ۱۸مه) خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د طالبانو یاد وزیر همدا راز د رغونې، بیارغونې او لوړو زده‌کړو د پیاوړتیا پروګرامونو کې د جاپان پر مثبت رول هم خبرې وکړې. ندیم د جابان له نوي سفیره غوښتي، چې هېواد یې باید دغه ډول مرستو ته دوام ورکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې ماساموتو کېنیچي د جاپان د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ څرګند کړ.

نور خبرونه

رادیو