د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، تهران یوځل بیا دا اعلانوي، چې که افغانستان او پاکستان وغواړي، دوی به د وضعیت د ښه والي لپاره له هېڅ راز هڅې ډډه ونه کړي. د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل، چې په ختیزو سرحدونو کې هر ډول ناامني د ټولې سیمې امنیت اغېزمنوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ په خپله اونیزه خبري ناسته کې وویل، چې د ایران حکومت په ختیزو سرحدونو کې د شخړو د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه لري.
د ویاند په وینا، دا اندېښنه یوازې د جغرافیايي ګاونډیتوب له امله نه، بلکې د دې لپاره هم ده چې پاکستان او افغانستان د ایران مسلمان ګاونډیان دي او له ایران سره اوږدې تاریخي، فرهنګي او مذهبي اړیکې لري.
اسماعیل بقايي زیاته کړه چې په ختیزو سرحدونو کې هر ډول ناامني د ټولې سیمې امنیت اغېزمنوي.
نوموړي وویل، « د دې لپاره، ایران له لومړۍ ورځې څخه دواړې خواوې حوصلې او خبرو اترو ته هڅولې او د واړو هېوادونو ترمنځ د شخړو کمولو لپاره یې خپل چمتووالی اعلان کړی دی».
نوموړي وویل، چې په تازه پرمختګ کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني او افغان سیالانو سره ټیلیفوني تماسونه نیولي، خپل دریځونه یې شریک کړي او بیا یې تایید کړه چې ایران د شخړو د حل او د تاوتریخوالي د زیاتوالي د مخنیوي لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

