د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي مولوي اسلامجار او د ایران جنرال کونسل عليرضا مرحمتي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
په هرات کې د طالبانو د رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي اسلامجار د هرات د اقتصادي ودې لپاره د ایران د فعاله همکارۍ غوښتنه کړې ده. نوموړي ټینګار کړی، چې له ایران سره د ټرانزیټي اړیکو پراختیا په ځانګړي ډول د اسلامکلا بندر له لارې د سیمهییزو سوداګریزو او کرنیزو فعالیتونو د لا ودې لپاره اړینه ده.
خبرپاڼه زیاتوي، د دواړه خواوو ترمنځ په ګډه بحث کې د سوداګرۍ او کرنې په برخو کې د دوه اړخیزو پروژو د عملي کېدو پر امکاناتو هم خبرې شوې دي.

