طالبانو له ایران سره پر بانکي همکارۍ او د چابهار بندر په تړاو خبرې کړې دي

۴ ساعتونه مخکې

په ایران کې د طالبانو سفیر مولوي فضل محمد حقاني دوشنبه د (لړم ۱۸مه) د دغه هېواد د چابهار ازاد اقتصادي زون له عمومي مشر محمد سعید اربابي سره د بانکي همکاریو او یاد بندر کې د استازولۍ دفتر پرانېستلو په تړاو ناسته کړې ده.

په همدې تړاو خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو وړاندیز کړی چې په چابهار بندر کې د دوی د سوداګرۍ او صنعت وزارت د استازولۍ دفتر ولري. همدا راز زیاته شوې، د مالي لېږد رالېږد لپاره د افغانستان او ایران پر ګډ بانکي سېسټم جوړېدو هم په یاده لیدنه کې بحثونه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړه لوریو د افغان سوداګرو لپاره د اوږدمهاله اقامو پر صادرېدو او د هغوی د نورو ستونزو د حل پر اړتیا هم په دغه ناسته کې ټینګار کړی. پر کابل واکمنه ډله چې په ښکاره یې له پاکستان سره اړیکې ترینګلې ښکاري هڅه کوي، چې خپل سوداګریز مسیر چابهار بندر ته بدل کړي او ډېره تکیه هم پر همدې لاره وکړي.

وخت ناوخت د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د شخړو له امله پر ډیورنډ کرښه سوداګریزې لارې بندېږي، چې سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړوي. د دواړه لوریو سوداګرو نیوکه کړې، چې باید دوی د سیاسي کشمکشونو قرباني نه‌شي او افغان سوداګرو بیا غوښتنې کړې، چې د بدیل په توګه دې ورته چابهار بندر کې اسانتیاوې برابرې شي.

نور خبرونه

رادیو