د طالبانو د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ددغه ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د هبت الله د فرمانونو د لا ښه تطبيق په موخه د عامه پوهاوي غونډه شوې.
د طالبانو چارواکو ویلي، چې د دغو فرمانونو عملي کول د اسلامي عدالت، ټولنیزې نېکمرغۍ او د بدو دودونو د مخنیوي لپاره اړین دي.
د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر نن دوشنبې په ورځ، د لړم ۱۹مه ویلي، چې په دې غونډه کې پر ګډونوالو د هبت الله د ۱۷مه ګڼه فرمان نسخې ووېشل شوې.
په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر د فرمانونو د عملي کېدو لپاره طالب چارواکي د ولایتونو ولسوالیو ته سفرونه کوي چې خلک ددغو فرمانونو له څرنګتیا او عملي کولو خبر کړي.

