د خیبر پښتونخوا یو شمیر سوداګرو د تورخم لارې د پرانېستلو غوښتنه کړې

۳ ساعتونه مخکې

د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په په لنډي کوتل کې یو شمیر سوداګرو د یوې غونډې په ترڅ کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې تورخم لاره د سوداګرۍ او مساپرو پرمخ پرانیزي.

سوداګرو وویل، چې د تورخم لارې د بندېدو له امله سوداګر او مساپر له سختو ستونزو سره مخ دي۔

یو شمیر سوداګرو، د ټرانسپورټ د برخې مسوولانو او د سوداګرۍ اتحادیې غړو نن دوشنبې په ورځ، د لړم ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل سیمه کې په یوه غونډه کې وویل، چې د تورخم لارې د بندېدو له امله د سیمې خلک بې‌روزګاره شوي او لسګونه پاکستاني مساپر په افغانستان کې بند پاتې دي.

سوداګرو د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې د مذاکراتو له لارې دې د تورخم لاره ژر تر ژره په بشپړ ډول پرانیزي.

د غونډې ګډونوالو وویل چې د تورخم سوداګریزې لارې تړل کېدو له امله د دواړو غاړو پښتانه له ستونزو سره مخ دي او د مساپرو ترځنګ سلکونه بار وړونکي موټر په داوړو خواو کې بند پاتې دي.

دوی همدراز خبرداری ورکړ، چې که په درې ورځو کې لاره خلاصه نشي نو په دې اړه به یوه جرګه وکړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړو وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې وتړلې خو د تورخم دروازه څو ورځې وړاندې یوازې له پاکستان نه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو پر مخ پراخېستل شوې ده.

لاره لا هم له افغانستان نه پاکستان ته د تلونکو کسانو پر مخ بنده ده.

په دواړو خواوو کې سوداګر، محصلان، ناروغان او عام خلک د لارې بندېدو له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

نور خبرونه

رادیو