یو شمېر کورنیو او بهرنیو لیکوالانو د پاکستان په سیاست او تاریخ باندې د تبصرو په لړ کې په تکرار سره لیکلي، چې په نړۍ کې په عامه توګه هر هېواد یوه اردو لري، خو په پاکستان کې اردو د ځان سره یو هېواد لري.

علت یې دا دی، چې د پاکستان له تاسیس څخه وروسته په تېرو ۷۸کلونو کې ډېری وخت د دې هېواد اردو په مستقیم او غېرمستقیم ډول سیاسي واک په خپل لاس کې ساتلی دی.

که څه هم ډېموکراتیکو غورځنګونو او عوامو څو څو ځله نظامي ډیکټاتوران په ګوښه کېدو مجبوره کړي دي، خو اردو او د دوی قوي استخباراتو بیا بیا د دسیسو او سیاسي مهندسۍ له لارې سیاسي/ملکي حکومتونه سقوط کړي او سیاسي واک یې بیا تر لاسه کړی دی.
د پاکستان د پوځ اوسنی لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر غواړي د پارلمان له لارې (چې د هغه ادارې په کال ۲۰۲۴ کې په ټولټاکنو کې د درغلۍ په وسیله خپل کسان په څوکیو کېنولي دي) په اساسي قانون کې اوه ویشتم تعدیل راوړل شي، څو فډرالي نظام کمزوری کړي او هغه سیاسي او اقتصادي واکونه چې د کال ۲۰۱۰ د اتلسم تعدیل له مخې ایالتونو ته ورکړل شوي وو، بېرته مرکزي حکومت ته واړوي. دا ځکه چې د پوځ لپاره په مرکزي حکومت باندې د خپلو پرېکړو تحمیل کول اسانه وي، خو که دغه واکونه څلورو ایالتي حکومتونو او د کشمیر او ګلګت-بلتستان سیمه‌ییزو واکمنیو ته وسپارل شي، نو بیا به د اردو د کنټرول پر ضد مقاومت زیات شي. د ۲۷م تعدیل یوه بله موخه دا ده، چې په اردو کې په لوړو څوکیو کې د مقرریو او ګوښه کولو په پروسه کې د حکومت او د دولت د ملکي زعامت رول کم کړل شي، ترڅو د فیلډ مارشال څوکۍ (کومه چې له حقوقي نظر څخه تشه یوه سمبولیکه څوکۍ ده)، زیات اداري قوت ترلاسه کړي او د ځمکنیو، هوايي او د بحري قواوو مدیریت په خپل لاس کې واخلي او ورسره هغه د دولت د ستر زعیم او ټولواک رول ولوبوی.
تر دې وړاندې، د ۲۰۲۴ کال په اکټوبر میاشت کې هم د استخباراتي موسسو په درغلیو او د لوړو محاکمو په لاسوهنو او مهندسیو جوړ شوی پارلمان د اساسي قانون شپږویشتم تعدیل تصویب کړی و، چې د لوړو محاکمو د قاضیانو د ټاکلو، د هغوی د ترفیع او د یو ځای نه بل ځای ته د لېږد په چارو کې د دولت د اجراییه قوې رول زیات کړی دی. دا خبره له هېچا نه پټه نه ده، چې په پاکستان کې اصلي اجراییه قوه د پاکستان اردو او د دوی استخبارات دي، نو ځکه د اردو د استخباراتو په امر د اوسني رژیم کوم سیاسي مخالف چې توقیف شوی وي، محکمې له بند څخه د هغه د ازادولو توان نه لري.
تر اوسه پورې د پاکستان د اردو د لوی درستیز او د هوایي او بحري ځواکونو د مشرانو د ماموریت موده درې کاله وه، خو په شپږویشتم تعدیل کې دغه موده پنځو کلونو ته غځول شوې ده. پر دې سربېره، د لومړي وزیر شهباز شریف حکومت چې ځان د عاصم منیر تابع ګڼي، دا اختیار هم لري چې د لوی درستیز په توګه د عاصم منیر د پنځه کلنې دندې د بشپړېدو وروسته د هغه ماموریت د پنځو نورو کلونو لپاره هم وغځوي اږ په دې توګه به هغه په دغه څوکۍ لس کاله پاتې شي. له دې مخکې، پخوانیو لوی درستیزانو لکه ایوب خان، ضیاءالحق، پروېز مشرف، اشفاق پروېز کیاني او قمر جاوېد باجوه هم د خپلې خوښې او د ملکی حکومتونو پر وړاندې د فشار اچولو له لارې خپل ماموریت غځولی و.
په ۱۹۴۷ کال کې له هند څخه د انګلیسانو په تګ سره چې دغه هېواد ووېشل شو او دوه نوي مملکتونه یعنې هند او پاکستان جوړ شول، نو د متحده هندوستان دولتي پانګه، وسایل او منابع د دواړو نویو هېوادونو ترمنځ ووېشل شول. د متحده هندوستان د مادي وسایلو او منابعو په سلو کې ۱۷ برخې پاکستان ته ورسېدې او د متحده هندوستان د اردو څخه په سلو کې ۳۳ برخې پاکستان ته ورکړل شوې، چې په دې توګه د پاکستان اردو له پیل څخه د دغه هېواد په مالي او مادي وسایلو او منابعو باندې یو دروند بار اچولی دی.
ذوالفقار علي بوټو د ۱۹۷۲ کال نه تر ۱۹۷۷ کال پورې د پاکستان لومړی وزیر وو. په ۱۹۷۷ کال کې د پاکستان د اردو هغه وخت لوی درستیز جنرال ضیاءالحق د یوې پوځي کودتا له لارې د بوټو حکومت سقوط کړ او هغه یې په ۱۹۷۹ کال کې د قتل په بې‌اساسه تور اعدام کړ. له اعدام کېدو څخه مخکې بوټو د راولپنډۍ په یوه زندان کې د خپل ژوند وروستی کتاب "که زه ووژل شم" ولیکه، چې په هغه کې یې د پاکستان اردو د اروپا د یو هېواد پروس (Prussia) اردو سره پرتله کړې ده.
بوټو لیکي چې د نولسمې پېړۍ په سر کې (۱۸۰۳–۱۸۱۵) د ناپیلیوني جګړو په جریان کې پروس د خپلې دفاع لپاره یوه غټه اردو جوړه کړې وه، خو د ناپیلیوني جګړو له پای وروسته دغه پراخه اردو د پروس د اقتصاد او مالي منابعو لپاره د زغملو وړ نه وه. د دې ستونزې د حل لپاره پروس درې لارې درلودلې:«لومړی دا و چې پروس د جرمنانو د پلار‌وطن د ټولو سیمو د یو ځای کولو له لارې یو پراخ مملکت جوړ کړي، چې د دغې غټې اردو د تمویل توان ولري. دویم دا و چې د خپلې اردو کمیت کم کړي، ترڅو د هغې تمویل د هېواد د مالي منابعو سره سمون پیدا کړي. درېیم د موجوده وضعیت (status quo) ساتل او د وخت انتظار کول و، ترڅو چې د دغې اردو د مالي او اقتصادي بار لاندې پروس سقوط وکړي.»
بوټو لیکي، چې د پروس خلکو د بسمارک په مشرۍ لومړۍ لاره تطبیق کړه او د جرمني د پلار‌ وطن راټولولو له لارې یې د جرمني په شکل کې یو لوی مملکت جوړ کړ، چې ورسره د دوی د اردو ستونزه حل شوه. بوټو زیاتوي، چې پاکستان هم د پروس په څېر ستونزو سره مخ دی، خو د پاکستان په شرایطو کې د پروس له درېیو لارو څخه لومړی او دویم نه تطبیق کېږي. له همدې امله پاکستان مجبوره دی چې درېیمه لاره خپل کړي، یعنې موجوده وضعیت (status quo) وساتي او د غټې اردو د مالي او اقتصادي بار لاندې د هېواد د احتمالي سقوط انتظار وکړي.
پاکستاني جنرالانو د زبرځواکو په جګړو کې د مخکښ دولت (front-line state) د رول په لوبولو سره د ځان ساتنې ستراتیژي خپله کړې ده. په تېرو پنځه څلویښتو کلونو کې یې په افغانستان کې د جګړې اور ته د لمن وهلو له لارې د خپلې غټې اردو د تمویل او اکمال هڅې کړي دي. د عاصم منیر ټولواکۍ به د پاکستان د عنعنوي سیاستونو د دوام تضمین وي، خو لکه څرنګه چې ذوالفقار علي بوټو وړاندوینه کړې وه، تاریخي پایله یې ښې نه وې.

نور خبرونه

رادیو