د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د استانبول د خبرو د بندېدو په تړاو ویلي: «داسې ښکاري طالبانو پرېکړه کړې چې له اسلاماباد سره مقابلې ته دوام ورکړي.
ویل کیږي، چې د پاکستان پلاوي تېر ماښام (جمعه د لړم ۱۶مه) د مذاکراتو ځای پرېښی دی.
دراني د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دې وضعیت دوام کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیورنډ کرښه تړلې پاته کړي، سوداګري او د خلکو تګ راتګ بند کړي او په پایله کې یې «عادي خلک زیانمن شي.»
هغه زیاته کړې، چې د استانبول د خبرو اترو بندېدل په دې مانا دي، چې افغان طالبان نه غواړي د ټيټيپي موضوع په جدي ډول مطرح کړي.
د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې ویل کېږي په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د پلاوو ترمنځ دا پړاو خبرې تر اوسه ناکامه دي.
دغه خبرې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب پیل شوي او موخه یې د ګډو میکانیزمونو جوړول دي څو پر ډیورنډ کرښه بریدونه او د سخت دریځو ډلو فعالیتونه کنټرول شي.
په همدې حال کې یوه پاکستاني خبریال راپور ورکړی، چې د دې هېواد پلاوي د خبرو له ناکامېدو وروسته د مذاکراتو ځای پرېښی دی.
دا دویم ځل دی، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استانبول خبرې بې پایلې پای ته رسېږي.

