رجب طیب اردوغان له پاکستان او افغانستان څخه وغوښتل چې اوربند وساتي

۵ ساعتونه مخکې

د ترکیې ولسمشر د شنبې په ورځ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د پاکستان له لومړي وزیر سره کتنه کې له اسلام‌اباد او کابل څخه وغوښتل، چې شوي اوربند ته دوام ورکړي. اردوغان ټينګار کړی: «په پاکستان کې ترهګریز بریدونه او د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاوتریخوالی له نږدې څاري.»

رجب طیب اردوغان همداراز هیله څرګنده کړه، چې د ترکیې په منځګړیتوب روانې خبرې اترې به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تلپاتې ثبات لپاره مثبتې پایلې ولري او ډاډ یې ورکړ، چې انقره به له دې بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې ترکیه او پاکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه سوداګرۍ، انرژۍ او دفاعي صنعت کې د لا زیاتې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

هغه په غزه کې د اوربند د ساتلو پر اهمیت هم له ټينګار سربېره په ډاګه کړه، چې دغه مساله باید د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې په جدي توګه وڅارل شي.

اردوغان او شریف د نړۍ له یو شمېر نورو مشرانو سره د اذربایجان د بریا د ورځې په مراسمو کې د ګډون لپاره باکو ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان وايي، په استانبول کې د پاکستاني پلاوي له لوري د همکارۍ د نشتوالي او «غېرمسولانه چلند» له امله د نومبر د ۶مې او ۷مې ناستې پایله ور نه‌کړه.

دوی له ترکیې او قطر څخه د منځګړیتوب لپاره مننه کړې او بیا یې ټینګار کړی، چې افغان خاوره هېڅوک د بل هېواد پر ضد نه‌شي کارولی.

نور خبرونه

رادیو