په تېرو دوو اوونیو کې له ایران، پاکستان او ترکیې څخه کابو ۱۵۰زره کډوال هېواد ته ستانه شوي

۱۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو اونیو کې له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان څخه څه باندې ۱۵۰ زره افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي. په دغو ستنول شویو کسانو کې له ایران او ترکیې را اېستل شوي افغانان هم شامل دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند سیمه ییزو رسنیو ته ویلي: «په دې موده کې ۲۴زره او ۷۸۷ کورنۍ له پاکستان، یو زرو ۲۵۱ کورنۍ له ایران او ۶ کورنۍ له ترکیې راستنې شوې دي.»

دغه ستنول کېدونکي افغانان د لنډ مهال لپاره د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې راستنو شویو افغانانو ته په ځانګړو شویو کمپونو کې ساتل کېږي. په دغو کمپونو کې په یو مهال کې زرګونه کسان ساتل کېږي.

سره له دې چې د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون دارلانشاء کابو هره ورځ د اعلامیو په خپرولو سره ادعا کوي، چې ډېری راستنېدونکې کورنۍ یا دوی په خپله خپلو ولایتونو ته لېږدوي او یا یې هم د لارې کرایه ورکوي، خو د ستنو شویو کډوالو لپاره په ځانګړو شویو کمپونو کې یو شمېر کسان وايي، دوی په خپله خپلو ولایتونو ته د تګ لپاره پیسې او امکانات نه‌لري او د طالبانو له لوري په اوونیو اوونیو په لارو کې ځنډول کېږي او تر یوې میاشتې هم خپلو ولایتونو ته نه رسېږي.

یو له دغو ستنو شویو کسانو په کور دننه سیمه ییزو رسنیو ته ویلي: «دوه اوونۍ په کرښه کې بند پاتې و، یوه اوونۍ په کندهار کې پاتې شوو، څلور ورځې کېږي د کابل په کمپ کې پاتې یو، تر اوسه هېڅ موټر نه دی راغلی چې موږ خپلو ولایتونو ته ولېږدوي.»

د پاکستان حکومت د وږي په لسمه (د سپټمبر په لومړۍ) د پي‌او‌ار، اې‌سي‌سي کارټ لرونکو او بې اسناده افغانانو د جبري اېستنې بهیر پیل کړ او تر اوسه لسګونه زره افغانان په زوره له دغه هېواده اېستل شوي او لا هم دغه بهیر دوام لري.

خو پاکستان پر افغان کډوالو د تلې له ۱۷مې یعنې له طالبانو سره د جګړې له پیل سره سم، فشارونه زیات کړل او پولیسو یې پر طالبانو د فشار راوستلو په موخه د پاکستان په هر ګوډ کې د افغانانو د نیولو بهیر پراخ کړ.

د پاکستان چارواکو ورسره جوخت د کورونو مالکانو ته خبرداری ورکړ، چې بې‌قانونه افغان کډوالو ته کورونه په کرایه ورنه‌کړي او همداراز یې له پاکستانیانو غوښتي و، چې افغانان پر کارونو ونه‌ګوماري.

پاکستان د روان کال په زمري میاشت کې په دغه هېواد کې د افغانانو د ویزې د تمدیدولو بهیر په ټپه ودراوه. په پاکستان کې مېشت افغانان وايي، که پاکستان د ویزې د تمدیدېدو بهیر نه وای درولی، نو اوس به ټولو ویزې درلودې او په ناقانونه توګه به په پاکستان کې نه اوسېدل.

په پاکستان کې د مېشتو افغانانو په وینا، د پاکستان پولیسو د کورونو مالکانو ته له خبرداریو او د یو شمېر کورونو د مالکانو له نیول کېدو وروسته، د کرایه ورکوونکو کورونو مالکان افغانان له خپلو کورونو واېستل او دمګړی سلګونه کورنۍ د پاکستان او په ځانګړې توګه د اسلام‌اباد په پارکونو کې په دې سړه کې هوا کې شپې او ورځې تېروي.

د اسلام اباد په ارجنتینا پارک کې دمګړی سلګونه کورنۍ په ازاده فضا او سړه هوا کې له خپلو ماشومانو سره د پولیسو له وېرې سره مل شپې او ورځې تېروي.

دوی وايي، د کورونو مالکانو له خپلو کورونو اېستلي او د پاکستان حکومت هم د دوی ویزې نه تمدیدوي، نو اړ دي چې په دې سړه هوا کې په ازاده فضا کې شپې او ورځې تېرې کړي.

د ارجنتینا پارک د اوسېدونکو په وینا، هره ورځ د پولیسو لوی موټر دغه پارک ته ورځي او افغانان تر نیولو وروسته افغانستان ته لېږدوي.

دوی په لومړي سر کې د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې د ویزې د تمدیدېدو بهیر بیا پيل کړي او همداراز د بشري او کډوالو اړوندو نړۍوالو سازمانونو غواړي، چې په دې سختو شرایطو کې یې لاسنیوی وکړي او همداراز پر پاکستان فشار راوړي، چې د افغان کډوالو له ځورونې لاس واخلي او د منل شویو نړۍوالو قوانینو او اصولو له‌مخې ورسره چلند وکړي.

په اسلام‌اباد کې مېشې یو شمېر کورنۍ افغانستان انټرنشنل- ته وايي، د پولیسو له وېرې ان د درملنې لپاره روغتونونو ته هم نه‌ځي او اړ دي، چې د ناروغیو سختۍ پر ځان تېرې کړي.

نور خبرونه

رادیو