د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه ګډ راپور کې ویلي، چې د لړم له څلورمې تر لسمې پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو شمېر زیات شوی دی. د راپور له مخې، په دې موده کې ۷۷۶۴ افغان کډوال نیول شوي او بندیان شوي دي.
د دې سازمانونو راپور ښيي، چې په نیول شویو کسانو کې ۷۷ سلنه د افغانستان د تابعیت کارټ لرونکي یا بېاسناده کډوال دي او پاتې ۲۳ سلنه د نوملیکنې سندونه لري.
په راپور کې راغلي، چې د نیول شویو کسانو ۸۶ سلنه په بلوچستان ایالت کې نیول شوي دي.
همداراز ویل شوي، چې د روان کال له پیل راهیسې تر ټولو ډېرې نیونې د بلوچستان په چاغي او کوټې ښارونو کې او همداراز د پنجاب په اټک کې ثبت شوې دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د اکټوبر میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د افغانانو رضاکارانه ستنېدنه هم زیاته شوې او په دې موده کې له ۱۸ زرو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
له نړۍوالو غبرګونونو سره سره، له هېواد څخه د افغان کډوالو اېستل دوام لري او د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه د روان کال د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې له ۱.۶ میلیون څخه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې په تېرو دوو کلونو کې د ۹۳ سلنه کډوالو د ستنېدو اصلي لامل د نیول کېدو وېره وه.

