داوود ناجي: طالبان د «ټي ټي پي» د ملاتړ لپاره د افغانستان خلک قرباني کوي

۱۵ ساعتونه مخکې

د ازادۍ جبهې د سیاسي چارو مسوول داوود ناجي وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ روانې شخړې د افغانستان د خلکو په زیان دي، او طالبان د پاکستاني طالبانو(ټي ټي پي)د ملاتړ لپاره افغانان قرباني کوي.

ناجي په ایکس خواله رسنۍ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د استانبول د خبرو د ناکامۍ وړاندوینه لا له وړاندې کېدله، ځکه طالبان اوس د «ټي ټي پي» د ملاتړ له امله له اسلام‌اباد سره په مخامخ شخړه کې دي.

هغه زیاته کړې چې د دواړو لورو د اړیکو خرابېدو له امله پوله تړلې، سوداګر زیانمن شوي، د خامو موادو بیې لوړې شوې، او افغانستان د پاکستان سره د یوې تمام عیارې جنګ پر درشل ولاړ دی.

د ده په وینا، دا حالت د دې معنا لري چې طالبان د پاکستاني طالبانو د خوندیتوب په بدل کې د افغانستان خلکو ته زیان رسوي.

ناجي ټینګار کړی: «طالبان د پاکستاني طالبانو د دفاع لپاره د افغانستان خلک قرباني کوي. دا کړنه د هېواد له ملي ګټو او د خلکو له خیر سره په ټکر کې ده.»

د ازادۍ جبهې د سیاسي چارو مسوول په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د طالبانو او پاکستان تر منځ په ترکیه کې خبرې اترې بې له کومې پایلې درېدلي دي.

تېره ورځ ناوخته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او په ترکیه کې د مذاکراتي پلاوي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې پاکستاني لوري د خپلو غوښتنو اته ماده ییز لېست د طالبانو مذاکراتي پلاوي ته سپارلی چې له مخې یې پاکستان غواړي طالبان د ټي ټي پي اړوند وسله واله په افغانستان کې بې وسلې ځای پر ځای کړي.

د سرچینې په خبره، پاکستان ادعا کړې چې افغان طالبان د ټي ټي پي د ملاتړ سربېره په پاکستان کې د ټي ټي پي د وسله والو سره اوږه په اوږه د پاکستان د حکومت پر وړاندې جنګیږي چې د طالبانو له خوا په مذاکراتو کې رد شوې ده.

په ترکیه کې د مذاکراتي پلاوي یوې سرچینې بیا ویلي چې د طالبانو پلاوي د داعش - خراسان ډلې په تړاو شواهد چې په بلوچستان او یو شمېر قبایلي سیمو کې د پاکستان د حکومت تر څار لاندې فعالیت کوي منځګړو هېوادونو ته سپارلي دي.

سرچینه وايي چې طالبانو له منځګړیو هېوادونو غوښتي، تر څو پاکستان قانع کړي چې داعش ډلې ته اجازه ورنه کړي چې د دوی پر ضد د پاکستان له خاورې استفاده وکړي، خو پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.

نور خبرونه

رادیو