د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو ناکامي د سیمې د سولې او ثبات لپاره خطرناک پرمختګ دی او کولی شي نوی ناورین وزېږوي.
نوموړي د شنبې په ورځ په اېکسپاڼې لیکلي، چې د سرحدي تاوتریخوالو، د کډوالو د ستونزو او د متقابل باور د کمښت دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پسې خرابولی شي او د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ کولی شي.
سراج الحق ټینګار وکړ، چې اسلاماباد او طالبان باید د متقابل درناوي، ډیپلوماتیکو اړیکو او د ولسي ګټو پر بنسټ د اختلافونو د حل لارې ولټوي، ځکه د تاوتریخوالي دوام به د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره ستر زیانونه ولري.
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالبان وايي، په استانبول کې د پاکستاني پلاوي له لوري د همکارۍ د نشتوالي او «غېرمسولانه چلند» له امله د نومبر د ۶مې او ۷مې ناستې پایله ور نهکړه.
دوی له ترکیې او قطر څخه د منځګړیتوب لپاره مننه کړې او بیا یې ټینګار کړی، چې افغان خاوره هېڅوک د بل هېواد پر ضد نهشي کارولی.

