د افغان ښځو د اتحاد او پیوستون غورځنګ غړې وايي، په هرات کې طالبانو د نجونو ښوونځیو ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې سر له سبا به له چادري پرته کار ته اجازه ورنه کړل شي، خو د طالبانو د امربالمعروف وزارت دغه ادعاوې ردوي او پر حجاب د مراعاتولو ټینګار کوي.
د افغان ښځو د اتحاد او پیوستون غورځنګ افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د دوو سندونو په لېږلو سره وايي، د هرات لپاره د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د دغه ولایت د نجونو ښوونځیو ښځینه ښوونکو او د روغتیايي مرکزونو ښځینه کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې سر له سبا (دوشنبه د لړم ۱۹مه) له چادري پرته کار ته د تګ اجازه نهورکول کېږي او د تخلف په صورت کې له کاره اېستل کېږي.
له دې سره سم، د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف السلام خېبر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) د هراتۍ ښځو دغه ادعاوې چې ګواکې په هرات کې ښځو ته د شنو چادریو اغوستلو امر شوی، رد کړې او زیاته کړې یې ده: «دا خبره دروغ ده، دغه وزارت نه یوازې په هرات کې، بلکې په ټول هېواد کې د حجاب پر اغوستلو تاکید کړی دی.»
سیفالسلام خېبر د حجاب د څرنګوالي په اړه وضاحت نه دی ورکړی، چې ایا د طالبانو موخه د حجاب له مخې د چادري اغوستل دي او که اوسنی ښځینه پوښښ چې پکې یوازې سترګې ښکاري، کافي ګڼي.
په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر هراتۍ ښځو افغانستان انټرنشنل ته د ویډیوګانو په رالېږلو او همدا راز د ځینو سرچینو په وینا، طالبانو په هرات کې پر ښځو د چادرۍ اغوستل جبري کړي دي.
په ورته وخت کې، په هغې ویډیو کې چې نن (یکشنبه د لړم ۱۸مه) افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ښکاري، چې د هرات حوزوي روغتون ښځینه کارکوونکې د طالبانو پر نویو محدودیتونو د اعتراض په توګه سره راټولې شوې دي.
د دوی په وینا، له تېرو څو ورځو راهیسي د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر محتسبان هغو کارکوونکو او ناروغانو ته اجازه نه ورکوي، چې پرته له چادرۍ روغتون ته ولاړې شي.
په یوې بلې ویډیو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، یوه ښځه وایي: «دا درېیمه ورځ ده چې ښځې د هرات حوزوي روغتون ته له چادري پرته نه شي ننوتلی. هېڅوک نشته چې زموږ غږ واوري. ترڅو به دغه ظلم وي؟»
سیف السلام خېبر بیا ویلي، چې ښځې له روغتیایي مرکزونو نه دي راګرځول شوي او دا یې بې بنسټه ادعاوې یادې کړي. هغه په ډاګه کړې، چې په روغتیایي مرکزونو کې پر ښځو بندیز نه دی لګېدلی او نه هم ترې منع شوي دي.
له دې سره هممهاله، په هرات کې سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې یو شمېر کورنيو او نړۍوالو خیریه بنسټونو د تېرې سېشنبې له ورځې راهیسې په اسلامکلا سرحدي سیمه کې خپل فعالیتونه د ښځو پر کار او فعالیتونو د طالبانو د نویو بندیزونو له امله ځنډولي دي.
افغانستان انټرنشنل ته څلورو باوري سرچینو ویلي، تېره پنجشنبه د امر بالمعروف یو شمېر مامورینو په اسلامکلا کې یادو بنسټونو ته خبر ورکړ، چې د چادرۍ په څېر له بشپړ حجاب پرته ښځو ته د روغتیا په برخه کې په هېڅ خیریه یا بشرپاله سازمان کې د کار اجازه نشته.
د سرچینو په وینا، دغه ستونزه تېره اوونۍ وروسته له هغې رامنځته شوه چې د هرات لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلامجار په یوې اداري غونډه کې اعلان وکړ، چې هېڅ ښځینه ښوونکې ته له چادري اغوستلو پرته، د هرات ښوونځیو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي او همداراز یې ټولو خدماتي مرکزونو ته پر تلونکو ښځو د چادري اغوستل جبري اعلان کړل.
دې موضوع په خواله رسنیو کې د ښځو توند غبرګونونه راپارولي دي. یو شمېر ښځو افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلو ویډیوګانو کې چادريو ته اور ورته کړی دی.
د ښځو د حقونو فعالې هُدا خاموش ویلي، حجاب که په خپله خوښه وي درناوی دی، خو که په زور او جبر وي یوه زنځیر ته ورته دی، چې د ښځو لاسونه او پښې یې کلکې تړلې دي.

