د هرات–خواف رېل پټلۍ د طالبانو مسوولین وایي، له دې لارې هره میاشت نږدې ۵۰ زره ټنه واردات کېږي، چې له دې سره واردات پنځه برابره زیات شوي دي. تر دې مخکې، له دې لارې هره میاشت شاوخوا ۱۰ زره ټنه واردات کېدل.
د دغو مسوولینو په وینا، هره ورځ شاوخوا دوه زره ټنه د سوداګریزو توکو انتقالات ترسره کېږي.
په دې توکو کې په ځانګړي توګه سمنټ او کاشي د یادې پټلۍ له لارې د هرات روزنک تمځای ته لېږدول کېږي.
دغه مسوولین د هرات-خواف رېل پټلۍ د صادارتو او وارداتو لپاره تر ټولو غوره لار ګڼي.
یاده دې وي، چې تېره اوونۍ په لومړي ځل شل واګونه ډیزل د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته وارد شول.
د هرات-خواف رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري. دا مسیر د ختیځ ـ لوېدیځ د ټرانزیټي دهلېز برخه ده چې د چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ اړیکه برابروي.
ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو څخه دی. د دواړو هېوادونو کلنی سوداګریز حجم نږدې څلور میلیارده ډالره اټکل شوی.

