اېکسپرېس ټربیون: پاکستاني چارواکي د افغانستان په تړاو خپله ټوله پالیسي بیا ارزوي

۳ ساعتونه مخکې

اېکسپرېس ټربیون د افغان طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ له پایلې پرته د درېیم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته په خپل تحلیل کې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، اسلام‌اباد د کابل په تړاو پر خپلې ټولې پالیسۍ بیا کتنه کوي. طالبان وايي، پاکستان د امنیتي پېښې د نه کېدو تضمین غواړي.

دغې ورځپاڼې د ترکیې په استانبول کې د دویم او په ټوله کې د افغان طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ له کومې پایلې پرته د درېیم پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته په یوه تحلیل کې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي، پاکستان به له ډيپلوماټيکو اړیکو نیولې بیا تر سوداګریزو چارو او همداراز د کرښې د مدیریت، د تورخم او چمن لارو تړل، په جبري توګه د افغانانو اېستل او د ویزو سخت کنټرول په خپله نوې پالیسۍ کې راولي.

په دغه تحلیل کې ویل شوي، چې اسلام‌اباد له افغان طالبانو سره د خبرو د دوام پر ځای اوس له خپل ملي حاکمیت څخه دفاع ته لومړیتوب ورکوي.

افغان طالبان او پاکستاني استازي د درېیم پړاو خبرو اترو د ناکامۍ مسوولیت پر یو بل اچوي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي (یکشنبه د لړم ۱۸مه) د دغه وزارت د ډیپلوماسۍ انستیتوت د پنځمې تخصصي ښوونیزې دورې فراغت غونډې په مراسمو کې وویل: «په مذاکراتو کې د نه پرمختګ تر ټولو ستر لامل دا و، چې پاکستاني استازو داسې وړاندیزونه او غوښتنې درلودې، چې معقولې او د عمل وړ نه وې. دوی ویل دا تضمین راکړئ، چې په پاکستان کې به بیا امنیتي پېښې نه کېږي.»

متقي وايي چې پاکستاني پلاوي له طالبانو نه د پاکستان د امنیت ساتلو غوښتنې درلودې | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سربېره، پاکستان ادعا لري چې ټي‌ټي‌پي په افغان خاوره کې خوندي پټنځایونه لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه طرحه او عملي کوي، خو طالبان بیا دغه ادعا ردوي او ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مساله ګڼي او همداراز یې له پاکستان څخه غوښتي، چې په خپله خاوره کې د داعش وسله والو د روزلو او د افغانستان د حریم د نقضولو مخه ونیسي.

امیرخان متقي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې شخړې ته په اشاره وویل: «د پاکستان د حکومت یوه لویه برخه د روغې جوړې تمه لري، ځینې پاکستانۍ کړۍ خپلې پروژې عملي کوي، خو افغانستان هم له خپل ځانه د دفاع حق لري.»

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له څو ځلي مخامخ جګړو وروسته په دوحه کې دواړو لوریو پر اوربند سلا وکړه او د دغه اوربند د غځېدو او نورو دوه اړخیزو مسایلو د حل لپاره د یوه میکانیزم د جوړولو په موخه په استانبول کې د خبرو پر دوام ټينګار شوی و، خو درېیم پړاو خبرې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلي او تر اوسه دواړو لوریو د خبرو د بیا پیل په تړاو څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو