د جمهوري نظام پر مهال د خوست پخوانی والي حلیم فدايي واشنګټن ته د سوریې د ولسمشر سفر ته په اشارې وايي، احمد الشرع په کمه موده کې پر دې وتوانېد چې سوریه له نړۍوالو بندیزونو وژغوري او یو قانونمند حکومت جوړ کړي، خو په وینا یې افغان سیاستوال ځکه ناکام دي چې هر یو یې ځان عقل کُل ګڼي.
محمد حلیم فدايي د یکشنبې په ماښام (د لړم ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه واشنګټن ته د احمدالشرع سفر ته په اشارې سره زیاته کړې، احمد الشرع وتوانېده چې په ډېرې ځېرکتیا او مهارت سره ځان یو پراګماټیک او کریزماتیک مشر ثابت کړي او هم یې ځان او هم سوریه له نړۍوالو بندیزونو وژغورله او سوریې ته یې یو قانونمند حکومت ورکړ.
د نوموړي په باور: «افغانان برعکس د عقل، سټراټیژیک لید، مشترکو ګټو او پراګماتیک سیاست پرځای پاپولیستي، لنډمهاله، شخصي ګټو او شعاري سیاست غوره کړی دی، تر دې چې اوس افغانستان نه ملي، نه اسلامي او نه نړۍوال مشروعیت لري.»
د فدايي په وینا، سره له دې چې طالبان د امریکا په زر او زور واک ته رسول شوي «اوس دوی هم داسې برېښې چې لوی فرصت یې ضایع کړ.»
نوموړی وړاندیز کوي، افغانان باید پر داسې سیاست کار وکړي چې هم د هېوادوالو او هم نړۍوالو په کې ګټه وي.
د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع امریکا ته ورسېد | افغانستان انټرنشنل پښتو
د سوریې دولتي خبري اژانس «سانا» د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع د یوه رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته رسېدلی دی. تر دې وړاندې د سوریې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ویلي و، چې احمد الشرع به د لومړي ځل لپاره واشنګټن ته سفر وکړي.
احمد الشرع به په دې سفر کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

