په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال او د ياد سازمان د بشري چارو همغږي کوونکي ايندريکا راتوته د یکشنبې په ورځ د طالبانو د رييس الوزراء له اداري مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ ميليونه کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
ايندريکا راتوته په دې کتنه کې په یاده موده کې د دومره ډېرو کډوالو ستنېدل هر هېواد لپاره يوه لویه ستونزه بللې او زیاته کړې یې ده، چې اوسمهال له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې موضوع ځانګړی اهميت لري او ملګري ملتونه هڅه کوي، چې په دې برخه کې له طالبانو سره همکاري وکړي.
راتوته همداراز په ډاګه کړې: «په ملګرو ملتونو او نورو مرستندويه سازمانونو کې د هغه او همکارانو موخه په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د کډوالو مساله کې له افغانستان سره همکاري ده.»
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ د خبرپاڼې لهمخې، عبدالسلام حنفي په دې کتنه کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د مرستو له امله له کورنيو او بهرنيو مرستندويه سازمانونو او افرادو مننه وکړه او زیاته یې کړه: «اوږدې تحميلي جګړې، اقليمي بدلونونه، د سېلابونو او زلزلو په څېر طبيعي پېښې له يوې خوا او له ګاونډيو هېوادونو څخه په جبر د کډوالو اخراج له بلې خوا لا زياتو هر اړخيزو همکاريو او انسجام ته اړتيا لري، څو له هغوی سره په ښه ډول مرسته او ستونزو ته يې رسېدنه وشي.»
هغه راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په دې سره به د مرستو په رسولو کې لا زيات شفافيت او غوره والي راشي.
دا په داسې حال کې ده، چې ډېری ستانه شوي افغانان د کابل په ګډون په ډېریو ولایتونو کې ځانګړو شویو کمپونو کې د امکاناتو له کمښته شکایت لري او وايي، چې په اوونیو اوونیو ساتل کېږي او خپلو لایتونو ته په ځنډ سره لېږدول کېږي.

