سمیع سادات: اوس په ټوله سوېلي او منځنۍ اسیا کې د افغان پخواني پوځ نشتوالی احساسېږي

۲ ساعتونه مخکې

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات وایي، اوس په سیمه کې د افغان پخواني پوځ نشتوالی احساسېږي او دغه وضعیت به د ترهګرۍ د پراختیا او همداراز د بې ثباتۍ لامل شي. هغه طالبان یو ځل بیا د سیمې لپاره ګواښ وبلل او له ګاونډیو هېوادونو یې وغوښتل، له دغې ډلې خپل ملاتړ ته د پای ټکی کېږدي.

جنرال سمیع سادات د یکشنبې په ماښام (د لړم ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه د سیمې د امنیت په ساتنه کې د افغان پخواني پوځ رول ته په اشارې سره په پاکستان کې د بې‌ثباتۍ لامل د طالبانو پر وړاندې د دغه هېواد ناسمې پالیسۍ وبللې.

سادات په ډاګه کړې، چې په ایران کې هم «څو ډلې» شته چې له ترهګرۍ د خپلو موخه لپاره استفاده کوي او ټينګار یې کړی، چې په منځنۍ اسیا کې به شخړې ډېرې جدي شي.

سادات زیاته کړې: «ټوله سیمه د طالبانو له حضور څخه رنځېږي. د سخت دریځۍ کچه د لوړېدو په حال کې ده او اقتصاد هم ورسره سخت زیانمن شوی دی.»

هغه د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي، چې طالبانو ته د یوه «ګواښ» په سترګه وګوري او له دغې ډلې خپل ملاتړ ودروي.

د افغان پخواني پوځ دغه قومندان خبرداری ورکړی، د ترهګرۍ په پراخېدو سره به له پاکستان وروسته دغه «وبا» هند او ایران ته هم ورسېږي.

جنرال سمیع سادات وايي، په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال له پاکستان څخه په ځلونو غوښتل شوي و، چې له طالبانو ملاتړ ودروي، خو اسلام‌اباد د کابل دغې غوښتنې ته پام نه‌کاوه.

د افغان پوځ دغه پخوانی قومندان په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل د طالبانو له لارې پاکستان ګڼي او په وینا یې اوس یې ورسره اړیکې ډېرې ترېنګلې دي.

د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ دغه وضعیت ان مخامخ جګړې ته ورسېد او ورسره د سولې لپاره د دوحې او استانبول خبرې پیل شوې او له لومړي پړاو پرته چې په‌کې پر اوربند سلا شوې «هغه هم ماتېدونکی» د خبرو دوه نور پړاونه یې په استانبول کې له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو