د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټاکنې مشر اسدالله خان وايي، د اسټرالیا هغه پرېکړه چې د افغان ښځو د حقونو د وضعیت له امله له افغانستان سره لوبې نه کوي، د کرېکټ د پرمختګ لپاره ښه نښه نه ده.
اسټرالیا له ۲۰۲۱ کال راهیسې کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، له افغان لوبډلې سره هېڅ دوه اړخیزې لوبې نه دي ترسره کړي. د اسټرالیا کرېکټ بورډ لومړی د ۲۰۲۱ کال په نومبر کې پلان شوې ازمایښتي لوبه لغوه کړه، وروسته یې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ هم لغوه کړه او د ۲۰۲۴ کال د اګسټ لپاره پلان شوې شل اوریزه سیالۍ یې هم ترسره نه کړې.
اسدالله خان د دې پرېکړو پر وړاندې خپل غبرګون څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د ښځو د کرېکټ د ټیم ستونزې د حل کېدو لپاره وخت ته اړتیا لري، خو له سیاست سره د کرېکټ تړل د لوبې د اصولو خلاف کار دی.
هغه ویلي: «موږ د ایسيسي غړیتوب د کوم خیرات له لارې نه دی ترلاسه کړی، بلکې د خپلو لاسته راوړنو او ښې کارکردګۍ له امله مو ترلاسه کړی دی. د اسټرالیا او نورو هېوادونو دا چلند د کرېکټ د پرمختګ پر ځای یو پیاوړی ټیم کمزوری کوي.»
هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د کرېکټ ټیم د نړۍ له غوره لوبډلو څخه دی او د سپین توپ اچونې برخه یې بې سارې ده.
هغه په دې اړه ویلي: «زموږ د سپین توپ اچونه د نړۍ تر ټولو پیاوړې توپ اچونه ده، زموږ د بریا سلنه لوړه ده، خو که هېوادونه زموږ لوبې سیاستیزې کړي، دا به یوازې د کرېکټ زیان وي. له موږ سره د نه لوبې کولو پرېکړه د نارینه وو کرېکټ ته هم زیان رسوي.»
په ورته وخت کې د کرېکټ نړۍوالې شورا ویلي، چې د افغانستان د ښځو د کډوالو لوبډلې ته به د راتلونکو دوو نړۍوالو سیالیو د ۲۰۲۵کال د ښځو نړۍوال جام او د ۲۰۲۶کال د ښځو شل اوریز جام پر مهال د ګډون او ښکېلتیا مهم فرصتونه ورکړل شي.
افغان ښځینه لوبغاړې چې له طالبانو وروسته له هېواده وتلې دي، په کاناډا او اسټرالیا کې کډوالې شوې، دوی د ۲۰۲۵کال د ښځو د نړۍوال جام د پرانیستې لوبې نندارې ته بلل شوې وې او دغه لوبې یې له نږدې ولیدې چې دا اقدام د هغوی د نړۍوال کرېکټ سره د بیا یو ځای کېدو یو مثبت ګام بلل کېږي.

