د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو یو شمېر عناصر په پاکستان کې پښتون نشنلیزم تحریکوي

۵ ساعتونه مخکې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په استانبول کې له طالبانو سره د مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته یوه اعلامیه کې وویل، چې د «طالبانو یو شمېر عناصر په پاکستان کې پښتون نشنلیزم ته په لمن وهلو» د پاکستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه کوي.

یاد وزارت یوځل بیا له ټي ټي پي سره خبرې رد کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د یکشنې په ورځ، د لړم ۱۸مه په یوه اعلامیه کې وویل، چې پاکستان تل مذاکراتو ته چمتو دی او تمه یې لرله، چې د افغانستان خاوره به د‌پاکستان پرضد بریدونو لپاره ونه کارول شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو یو شمېر عناصر په پاکستان کې پښتون نشنلیزم ته لمن وهي، خو نور وضاحت یې نه دی ورکړی.

اعلامیه زیاتوي:« د طالبانو رژیم دننه عناصر هڅه کوي، چې په پاکستان کې د پښتون نشنلیزم راپارولو له لارې د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، خو حقیقت دادی، چې په پاکستان کې پښتانه د ټولنې او دولت یو فعاله برخه ده».

پاکستان ویلي، چې تر افغانستان په یاد هېواد کې د پښتنو شمېر ډېر دی او افغان طالبان دې د خپل حکومت په جوړښت کې خپل خلک شامل کړي.

په اعلامیه کې افغان طالبانو ته په اشاره ویل شوي، چې د ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو په ګډون یو شمېر نورې ډلې د پاکستان دښمنې ډلې دي او یادو ډلو ته پناه ورکوونکي او مالي ملاتړ کوونکي یې د پاکستان ملګري نه ګڼل کېږي.

پاکستان خبرداری ورکړی، چې د خپلو خلکو او ګټو د خدیتوب لپاره به هر ممکن اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغان طالبانو د قطر او استانبول د مذاکراتو پر مهال یوازې د لنډمهالي اوربند غځولو لپاره علاقمندي لرله، خو د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې یې د عملي ګام پورته کولو لپاره لېوالتیا نه درلوده.

طالبانو په خپلو اعلامیو کې ویلي، چې دوی له پاکستان سره همکارۍ ته چمتو دي، خو د ټي ټي پي مساله د پاکستان کورنۍ مساله ده او دوی د پاکستان د امنیت تضمین نه شي ورکولای.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي:«د پاکستان اصلي اندېښنې د حل پر ځای، طالبان پر پاکستان له تورونو او جګړه ییزو ویناوو استفاده کوي. دوی مذاکرات اوږده کړل او په بې معنا شخړو کې ښکیل شول، څو د مشخصې هوکړې رامنځته کېدو مخه ونیسي».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغان طالبانو پاکستاني جنګیالیو ته د پناه ورکولو مساله د بشري ستونزې په توګه وړاندې کړې ده او ادعا کوي، چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان د پوځي عملیاتو له امله افغانستان ته تللي کډوال نه بلکې «ترهګر» دي، چې طالبانو ورته پناه ورکړې او هغوی په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کوي.

پاکستان ویلي، چې له افغان طالبانو یې په افغانستان کې د مېشتو پاکستاني وګړو د ورسپارلو غوښتنه کړې، خو طالبانو یې یاده غوښتنه رد کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې لیکل شوي:«پاکستان چمتو دی، چې په افغانستان کې مېشتو پاکستانیانو کورنۍ په چمن یا تورخم کې ور وسپارل شي.»

پاکستان ویلي، چې له کابل سره یې د خبرو دروازې خلاصې دي، خو له افغان طالبانو پرته به له بلې هېڅ ډلې سره خبرې او مذاکرات ونه کړي.

پاکستان ویلي، چې د خپلو داخلي ستونزو د هوارۍ وړتیا لري، خو طالبان دې د پاکستان ضد بریدونو له ملاتړ او همکارۍ لاس واخلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال پر طالبانو د پښتون نشنلیزم د تحریکولو تور لګوي، چې په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د پښتنو سیاسي ګوندونو او غورخنګونو د نارضایتۍ کچه لوړه شوې او په مختلفو سیمو کې د پوځي عملیاتو خلاف غوندې او د امن پاڅونونه شوي دي.

وړمه ورځ د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا ایالت والي سهیل اپریدي له پوځي عملیاتو سره مخالفت وکړ او ویې ویل، چې دغه عملیات د ستونزې حل نه دی.

نور خبرونه

رادیو