طالبان: په هرات کې مو ۴۷۸ تنه غیر قانوني سفر کوونکي نیولي دي

۱۲ ساعتونه مخکې

په هرات کې د طالبانو ۲۰۷ قول اردو وايي، چې په تېره یوه اوونۍ کې یې په هرات کې له ایران سره پر پوله په بېلا بېلو عملیاتو کې کې ۴۷۸ هغه کسان نیولي چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه ایران ته سفر وکړي.

طالبانو ویلي، چې یاد عملیات یې د پولو د امنیت د ټینګښت او د غیر قانوني تګ راتګ د مخنیوي په موخه ترسره کړې دي.

خو شنونکي وایي چې د افغانانو غیرقانوني سفرونه په حقیقت کې د طالبانو سختدریځه پالیسۍ، محدودو حقوقو او بې‌کارۍ له امله زیات شوي دي.

د اقتصادي ستونزو، تعلیم او کار د محدود فرصتونو او د ټولنیزې ازادۍ د کمښت له امله ډېر ځوانان اړ کېږي چې د خپل ژوند د ښه کولو په موخه غیرقانوني لارې غوره کړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا له ایران سره په سرحدي ولسوالیو کې د غیر قانوني سفر کوونکو افغانانو د نیول کېدو راپورونه زیات شوي دي.

نور خبرونه

رادیو