ارشیف

د عبدالرشید دوستم په نه حضور کې نظام‌الدین قیصاري ځان د جنبش ګوند رييس اعلان کړ

۱۸ ساعتونه مخکې

نظام‌الدین قیصاري چې تر دې مخکې د جنبش ګوند مرستیال و، پرون (جمعه د لړم ۱۶مه) یې د ایران په تهران ښار کې د دغه ګوند د رهبرۍ په نه حضور کې په یوې غونډه کې ځان د جنبش ګوند رييس اعلان کړ. عبدالرشید دوستم چې د جنبش ګوند رهبر او بنسټګر دی، لا تر اوسه په دې تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.

نظام‌الدین قیصاري د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) پر خپله فېسبوک پاڼه د یادو مراسمو د یوې ویډیو او اعلامیې په خپرولو سره ویلي، جنبش ګوند د افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی.

تهران

په یاده ویډیو کې یو کس وايي، تر دې مخکې د جنبش ګوند رييس د عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم له «ټاکنو» پرته د تفاهم له لارې ګومارل شوی و.

دغه کس زیاتوي، د جنبش ګوند د بنسټ لیک له‌مخې په هرو پنځو کلونو کې باید ګوندي کنګره راوبلل شي، خو د ځينو لاملونو له امله د عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم له شاوخوا ۷ کلونو راهیسې د دغه ګوند ریاست پر غاړه درلوده.

یاد کس وايي، نظام‌الدین قیصاري به په خپله کاري موده کې په پالیسیو کې د بدلونونو له راوستو، د ګوند د کنګرې جوړولو او تر هغې وروسته د ګوند نوي مشرتابه ته د ټاکنو زمینه برابره کړي

د نظام‌الدین قیصاري له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د یادې غونډې د ګډونوالو له قوله ویل شوي، چې د جنبش ګوند د هېڅ کورنۍ او یا فرد پورې تړلی نه‌دی او هر څوک کولی شي د ټاکنو له لارې د دغه ګوند مشرۍ ته ځان نوماند کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نظام‌الدین قیصاري تر دې مخکې هم یو ځلي ځان د جنبش ګوند د رييس په توګه اعلان کړی و.

د چارو د شنونکو په باور، داسې ښکاري چې د قیصاري دغه اقدام د عبدالرشید دوستم چې د دې ګوند بنسټ‌ګر او رهبر بلل کېږي، له رضايت او توافق پرته شوی او په دې سره ښايي دغه ګوند په دوو برخو ووېشل شي.

د جوړښت له‌مخې، د جنبش ګوند ډېره برخه ازبک قوم جوړوي. د دغه ګوند بنسټګر عبدالرشید دوستم په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په ترکیه کې ژوند کوي او تر اوسه یې د قیصاري د دغه اقدام په تړاو څه غبرګون نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د ټولو ګوندونو فعالیتونه لغو اعلان کړل.

نور خبرونه

رادیو