په هرات کې د «نوای زن» په نوم یوې راډیو چې کارکوونکې یې ټولې ښځې دي فعالیت پیل کړ

۱۹ ساعتونه مخکې

په داسې حال کې چې د طالبانو له خوا په افغانستان کې پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي، سمیه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی چې په هرات کې د «نوای زن» په نوم یوې راډیو فعالیت پیل کړی دی. د راپور له مخې، د دې راډیو ټولې کارکوونکې ښځې دي.

دا راډیو د ښځو د غږ د انعکاس او د هغوی د حقونو د ملاتړ په موخه جوړه شوې ده. په دې راډیو کې اوس مهال لس ښځینه کارکوونکې په بېلابېلو برخو کې بوختې دي.

د «نوای زن» راډیو موخه دا ده، چې د افغانستان د ښځو غږ، ستونزې او لاسته راوړنې د راډیو له لارې خلکو ته ورسېږي.

یاده دې وي، چې په هرات کې ۱۴ رسنۍ فعالیت کوي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، یادې ډلې په رسنیو ګڼ شمېر محدودیتونه وضع کړي، ځینې خبریالان یې ګواښلي او په خپلو کورونو یې کېنولي او یو شمېر یې هم نیولي دي.

طالبانو د ښځې غږ عورت ګڼي او په همدې دلیل یې څو ځلې په خبري ناستو کې د ښځینه خبریالانو غږ او انځور پرې کړی دی.

دغه ډله پر رسنیو او رسنیزو فعالیتونو د سختو محدودیتونو لګولو له لارې د لسګونو رسنیو د تړل کېدو او ګڼ شمېر خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د بې‌کاره کېدو لامل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو