د کډوالۍ نړۍوال سازمان: د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره به ۳ کاري وختونه کار وکړو

۱۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف د کډوالۍ نړۍوال سازمان او یوناما له استازو سره په کتنه کې د راستنېدونکو افغانانو د بې ساري ډېرښت له امله د کډوالۍ له سازمانه وغوښتل، چې خپل فعالیتونه ۳ کاري وختونو ته لوړ کړي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم دغه غوښتنه منلې ده.

د طالبانو اقتصاد وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دین محمد حنیف په دې کتنه کې د کندهار په تخته پل کې د راستنېدونکو د بې‌ساري ډېرښت له امله د کډوالۍ له نړۍوال سازمان څخه وغوښتل، چې خپل فعالیتونه له دوو کاري وختونو څخه ۳ کاري وختونو ته لوړ کړي.

نوموړي همداراز د کډوالۍ د نړۍوال سازمان او یوناما له استازو وغوښتل، چې په رحمت مېنه کې د کډوالو لپاره د خیمو په شمېر کې هم ډېروالی راولي.

په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان استازې مې‌هیونګ پارک بیا د ستونزو د رامنځته کېدو اصلي لامل د تګ راتګ د لارو بندښت وباله او ژمنه یې وکړه، چې د دغه سازمان فعالیتونه به ۳ کاري وختونو ته لوړ کړي.

د یوناما استازي ریچارد ترنچارد هم په دې کتنه کې د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو په پخلي سره څرګنده کړه، چې ملګري ملتونه او ورسره همکار بنسټونه هڅې کوي، چې د راستنېدونکو لپاره هر اړخیز خدمات برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان دوو ګاونډيو هېوادونو پاکستان او ایران په دې وروستیو کې په جبري توګه د افغان کډوالو یو مخیزې اېستنې ته مخه کړې، چې دغې چارې په کور دننه له کورنیو بنسټونو سربېره نړۍوال بنسټونه هم ننګولي دي.

نور خبرونه

رادیو