طالبان: د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د نشه‌يي توکو د خرڅلاو په تور ۱۲ کسان نیول شوي دي

۱۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې معینیت ویلي، چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یې په کابل او جوزجان کې ۱۲ کسان د نشه‌يي توکو د خرڅلاو، لېږد او کارونې په تړاو نیولي دي.

معینیت زیاتوي، چې درې کسان یې د کابل ښار د ۱۵مې ناحیې اړوندو سیمو څخه هغه مهال ونیول، چې غوښتل یې ۷۰۰۰ نشه‌يي ټابلیټونه وپلوري. په جوزجان کې له نهو نیول شویو کسانو څخه ۲۳۹ ګرامه بېلابېل ډول نشه‌یي توکي لکه شیشه، چرس او نشه‌یي ګولۍ ترلاسه شوي دي.

له لومړنیو څېړنو وروسته، نیول شوي کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شول.

نور خبرونه

رادیو