په سمنګان کې د پېښو پر وړاندې د طالبانو د مبارزې ادارې ویلي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP)، د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM)، د ناروې د کډوالو شورا (NRC) او افغان اېډ موسسې له ۸۰۰ زلزلهځپلو کورنیو سره نغدي، د خوراکي او غېرخوراکي توکو مرستې کړې دي.
په سمنګان کې د طالبانو دغې ادارې د شنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام ۲۶۷ زیانمنو کورنیو ته خوراکي توکي، د کډوالو نړۍوال سازمان هرې ۲۶۷ کورنۍ ته ۸۵۰۰ افغانۍ نغدې پیسې او یوه خیمه ورکړې ده.
طالبانو ویلي، چې د ناروې د کډوالو شورا شاوخوا ۱۴۵ کورنۍ سره نغدي مرستې کړي چې هرې کورنۍ ته یې ۱۱ زره او ۲۹۱ افغانۍ ورکړې دي او د افغان اېډ موسسې له لوري ۱۱۹ کورنیو ته خېمې او کمپلې وېشل شوې دي.
طالبانو ویلي، چې دغه مرستې یې په شفاف ډول وېشلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې متحده عربي اماراتو د افغانستان د شمالي ولایتونو د وروستۍ زلزلې له زیانمنو کورنیو سره د خوراکي او غېرخوراکي توکو پرلهپسې مرستې استولي دي.

