په زابل کې د طالبانو د اطلاتو او کلتور ریاست ویلي، چې په یاد ولایت کې یې له بندیانو څخه د "سیرت النبي" ازموینه اخیستي او په ازموینه کې ۱۱ تنو لوړو نمرو ترلاسه کوونکو بندیانو ته ډالۍ هم ورکړې دي.
د زابل په زندان کې د" سیرت النبي" د ازموینې د پایلو د اعلان په مراسمو کې د یاد ولایت ګڼو سیمه ییزو طالب چارواکو هم ګډون کړی و.
په زابل کې د طالبانو د اطلاتو او کلتور رییس رحمت الله حماد وايي:«انسان هغه وخت د کمال درجې ته سېږي، چې د خپل پیغبمر سیرت وپېژني او عملي کې راولي. د سیرت زده کړه یوازې د علم خبره نه ده، بلکې د ټولنې اصلاح هم د همدي سیرت په عملي کولو کې نغښتې ده.»
خو د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د طالبانو له خوا د "سیرت النبي" په نوم چاپ شوی او په پراخه کچه وېشل شوی کتاب کې د افغانستان د تاریخي پیښو په اړه ناسم معلومات لیکل شوي دي.
په دغه کتاب کې لیکل شوي، چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو شمېر ۷۸۱ زره تنه وو، خو د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو شمېر ۱۴۰ زره تنه وو.
په یاد کتاب کې د اصلي متحوا پرځای طالبانو خپل روایات د تاریخي پیښو په توګه لیکلي دي.
په یاد کتاب کې لیکل شوي:«د امت عالمان د مذهبي متنونو څخه د استنباط له مخې، په متفقه توګه د اسلامي حکومت جوړول نه یوازې د امت لپاره یو ثابت حق ګني، بلکې د مسلمانانو لپاره یو دیني دنده او وجیبه هم ګڼي.»
د یاد کتاب یوه برخه د طالبانو د بنسټ اېښودونکو،یادې ډلې د مشرانو په ځانګړې توګه د اسلامي حکومت په وړاندې د مسلمانانو مکلففیت، د طالبانو اهدافو، په افغانستان کې د وژل شویو نړیوالو ځواکونو شمېر او نورو مسایلو په اړه پوښتونو ته وقف شوې ده.

