اندېشه: د ډیورنډ کرښې ها خوا د هبت‌الله د مشرۍ ادعا له پاکستان سره د سولې د خبرو مخه نیولې

۸ ساعتونه مخکې

په جنیوا کې د افغانستان استازی نصیر احمد اندېشه وايي، د طالبانو او پاکستان د خبرو بندېدل د «هویت، مشروعیت او تاريخي حساب ورکولو» بحران ښکارندويي کوي.

هغه زیاته کړې:«د طالبانو مشر له مذهبي اړخه د داسي صلاحیت ادعا کوي چې یوازې په افغانانو محدود نه دی.»

نصیر احمد اندېشه د جمعه په ماښام (د لړم ۱۶مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو چوپتیا یا مبهم دریځ د تحریک طالبان پاکستان په اړه «یوازې یو تاکتیکي چل نه، بلکې د دې ډلې لپاره د خپل ځان د تعریف مساله ده.»

هغه «د طالبانو د امارت او د پاکستان د جمهوریت ترمنځ جوړښتي ناانډولۍ» ته په اشاره ویلي، چې طالبان له اساسي قانون او مشهورو ادارو پرته د مذهبي «امارت» په توګه فعالیت کوي او پاکستان یو جمهوریت دی، چې تعریف شوي پولې، اساسي قانون او نړۍوال مکلفیتونه لري.

هغه زیاته کړې، چې د دغو بنسټیز توپیرونو له امله د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې په طبیعي ډول د وړاندوینې وړ نه دي.

اندېشه لیکلي، چې د طالبانو لپاره د پاکستان له‌خوا د ټي‌ټي‌پي د غندلو غوښتنه یوازې د امنیت غوښتنه نه، بلکې «د ایډیالوژیکي خپلوۍ د ردولو غوښتنه هم ده» ځکه، چې ټي‌ټي‌پيد افغان طالبانو له مشر سره بیعت کړی او دې بیعت د دواړو ډلو ترمنځ یوه روحاني اړیکه رامنځته کړې ده.

نوموړي ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان ځینې جنګیالي د ډیورند کرښې د ها غاړې د پښتنو له سیمو څخه دي او د ځینو پښتنو ملتپالو له نظره دوی د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو ترمنځ د طبیعي اړیکو برخه ګڼل کیږي.

د نوموړي په باور، له همدې امله طالبان د دې بیعت له لغوه کولو څخه ویره لري، ځکه چې دا ښاييد نورو ملاتړ کوونکو ترمنځ خپل مذهبي مشروعیت له لاسه ورکړي.

هغه د افغانانو او په پاکستان کې د پښتنو روڼ اندو په چلند کې د بدلون په اړه هم ټینګار یې کړی، چې د لومړي ځل لپاره د پښتنو ټولنې یوه برخه له طالبانو او تحریک طالبان پاکستان څخه ځان لرې کوي او په باور یې، د دوی تاوتریخوالی «د افغانستان له ملي ګټو او د پښتنو له وقار سره خیانت» دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ مذاکرات نن (جمعه د لړم ۱۶مه) کومې پایلې ته له رسېدو پرته درول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو