د اذربایجان ولسمشر الهام علياف د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي، سوداګرۍ او نظامي همکاریو په تړاو خبرې کړې دي. دواړو لورو په یادو برخو کې د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) د اذربایجان د ولسمشر په بلنه په دوه ورځني رسمي سفر یاد هېواد ته تللی دی.
دواړو لورو په دې کتنه کې د دوه اړخیز سوداګریز حجم د زیاتوالي پر لارو چارو له خبرو سربېره د پاکستاني وريجو او ۱۵ قلمه نورو توکو لپاره د ترجیحي تعرفو تطبیق د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه یاده کړه.
د اذربایجان د ولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې لهمخې، اذري لوري په دې کتنه کې له پاکستان څخه وغوښتل چې له ارمنستان څخه په ازادو شویو سیمو کې پانګونې وکړي.
د پاکستان لومړی وزیر به د دغه سفر په ترڅ کېد شبنې په ورځ (د لړم ۱۷مه) له ارمنستان څخه د اذربایجان د ځینو سیمو د ازادۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت مراسمو کې هم ګډون وکړي.

