طالبان د کندهار د ښوونځیو هغه زده کوونکي چې کم ديني پوهاوی لري مدرسو ته لېږدوي

۹ ساعتونه مخکې

د کندهار د پوهنې په ریاست کې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې یاد ریاست تر راتلونکو څو ورځو پورې د کندهار په ټولو ښوونځیو کې د دیني زده کړو ازموینه پیلوي او ټول هغه زده کوونکي چې دیني معلومات او پوهاوی یې کم وي له ښوونځيو څخه مدرسو ته لېږدوي.

یادې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په ښوونځیو کې د دیني معلوماتو د کچې معلومولو ازموینه تر راتلوونکو څو ورځو پیلیږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هغه زده کوونکي چې دیني معلوماتو کچه یې کمه وي هغوی به له ښوونځي څخه مدرسې ته ولېږدول شي.

سرچینه زیاتوي، چې په یاده ازموینه کې د لومړي، دوهم، درېیم او څلور ټولګیو کم عمره زده کوونکي هم استثنا نه دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دیني معلوماتو د کچې معلومولو دغه ازموینه د نجونو په ښوونځیو کې هم اخېستل کېږي.

د کندهار د پوهنې ریاست څخه سرچینه وايي:«په ښوونځیو کې د دیني معلوماتو ازموینه د کندهار د علماوو د شورا په وړاندیز او مشوره اخیستل کېږي. موږ تېره ورځ غونډه لرله او وویل شول چې باید په ټولو ښوونځیو کې باید ازموینه پیل شي. د پوهنې ریاست د ښوونځیو مدیرانو ته شفاهي امر کړی دی، چې د ازموینې لپاره چمتوالی ونیسي.»

پر همدغه مهال بیا یو شمېر کورنۍ د کندهار د پوهنې ریاست د یادې پرېکړې په اړه اندېښنه لري او وايي چې په دې کار سره به یې اولادونه له عصري زده کړو څخه محروم شي.

د احسان الله په نوم د کندهار ښار یو اوسیدونکی وايي:«اوس خو د ښار په هره کوڅه کې یو مدرسه ده او تر ښوونځیو مدرسې ډیرې دي. طالبان که دا کار په هر نیت کوي، نو په ښوونځيو کې دې د دیني علومو لپاره تکړه ښوونکي وګماري، که دوی ماشومان له ښوونځي څخه اخراج کړي او مدرسه کې یې شامل کړي، نو بیا به د دې ماشومان راتلونکي څه وي؟ دومره ملایان او قاریان به موږ څه وکړو؟.»

دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې هم طالبانو په پوهنتونو او دولتي ادارو کې د دیني علم کچې معلومولو په موخه ازمویني اخیستي دي.

نور خبرونه

رادیو