د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال ویلي، چې نوې ډیلي په کابل کې د خپل سفارت د دندو، مسوولیتونو او د کارکوونکو د شمېر د زیاتولو څرنګوالی ارزوي او په وروستۍ پرېکړه کې به جزیات شریک کړي. هغه د دې پوښتنې په اړه چې ایا هند به طالبان په رسمیت وپېژني، ځواب ورنه کړ.
جېسوال د جمعې په ورځ (د لړم ۱۶مه) د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له سفر وروسته هند او طالبان د پرمختیایي همکاریو په برخه کې څو ځلې تبادلې او خبرې کړي دي.
هغه همداراز وویل، چې په دې موده کې د هند او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ټلیفوني اړیکې هم شوې دي.
په کنفرانس کې د «بېزنس انډیا» یو خبریال وپوښتل: «ایا طالبان به خپل ډیپلوماټ د سفیر په کچه هند ته ولېږي؟ او ایا د افغانستان ملي بیرغ به د طالبانو بیرغ سره بدل شي؟»
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې پوښتنې له ځواب څخه ډډه وکړه، خو ویې ویل چې د هند ماموریت په افغانستان کې د سفارتخانې کچې ته لوړ شوی او په دې اړه کار روان دی.
د یادولو ده، چې په وروستیو میاشتو کې د هند او طالبانو اړیکې پراخې شوې دي.
تر دې مخکې د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال هند ته سفر کړی و او هند هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر کوربه و.
د دواړو لوریو اړیکې په داسې وخت کې زیاتېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د تلې په میاشت کې اعلان کړی و، چې په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارتخانې کچې ته لوړوي او دا پرېکړه به ژر عملي شي.
هند دا کار «د نوي ډیلي د قوي ارادې» نښه بللې چې غواړي د طالبانو له حکومت سره دوه اړخیز تعامل پراخ کړي.

