په افغانستان کې د ملګرو ملتونو داستوګنې او ښاري پراختیا پروګرام (هیبیتات)ویلي چې د مزارشریف ښار په تېرو دوو لسیزو کې بې له ښاري پلان جوړونې او منظمې نقشه په چټکۍ سره پراخ شوی دی.
دغه ادارې پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې ښاري پراختیا هغه وخت ریښتینی پرمختګ ګڼل کېږي، کله چې دا د منظمې ښاري پلان جوړونې پر بنسټ ترسره شي.
هیبیتات زیاته کړې: «راځئ داسې ښارونه جوړ کړو چې د ټولو لپاره ګټور او کارېدونکي وي.»
یادې ادارې ویلي، د مزارشریف بېپلانه پرمختګ ښاري ستونزې زیاتې کړې دي، لکه د استوګنې بېنظمې ساحې، د خدماتو کمښت، او د چاپېریال د مدیریت نشتوالی.
دغه ادارې تر دې وړاندې د هرات او فیروزکوه ښارونو د غیرمعیاري پراختیا په اړه هم خبرداری ورکړی و.
ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د افغانستان په کچه د ښارونو د اوسېدونکو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي، او که د ښاري پراختیا لپاره واضح پلان جوړ نه شي، ښاري بېنظمۍ به د راتلونکو کلونو یوه لویه ستونزه شي.

