طالب او ایراني چارواکو د کډوالو ورزشکارانو د فعالیت په اړه خبرې کړې

۱۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې رییس ویلي، چې په سعودي عربستان کې یې د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په څنډه کې د ایران د ورزش او ځوانانو چارو وزیر احمد دنیا ملي سره کتلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې رییس احمدالله وثیق ویلي، چې د یادې لیدنې پرمهال یې له اح‍مد دنیا ملي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو د‌پراختیا ترڅنګ په ایران کې د افغان کډوال ورزشکارانو پر فعالیت او وضعیت هم خبرې کړي دي.

احمدالله وثیق ویلي، چې له دغه ایراني چارواکي سره هوکړه کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به دواړه هېوادونه د ورزشي همکاریو یو وهوکړه لیک هم لاسلیک کړي، چې له مخې به یې د کابل او تهران ترمنځ ورزشي اړیکې او همکارۍ لا پیاوړې شي.

نور خبرونه

رادیو