د ایران او هالنډ چارواکو په ایران کې د مېشت افغان کډوالو په اړه خبرې کړې

۳ ساعتونه مخکې

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د مرکز مشر نادر یار احمدي د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ او شمالي افریقا د چارو له مسولې سره په لېدنه کې د افغان کډوالو اړوند مسایلو او ایران ته د کډوالو د کوربه توب لپاره د مرستو د جلب په اړه خبرې کړې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د مرکز رییس نادر یار احمدي د هالنډ له حکومت څخه په ایران کې د مېشت افغان کډوالو د کوربه توب له امله د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

هغه، په ایران کې د مېشت کډوالو د ستونزو حل په برخه کې د نړیوالو سازمانونو همکاري او د ګډو تجربو څخه استفاده اړینه بللې ده.

احمدي له ایران څخه د افغان کډوالو د شړلو په اړه ویلي:«د بېرته ستنولو پلان د عامو خلکو په جدي غوښتنه ترسره کېږي. د دواړو اړخونو ژمنو ته په عمل او د نړیوالو سازمانونو سره د دوه اړخیزو همکاریو زیاتوالی به د دې برخې ستونزې ښه مدیریت او حل کولو کې مرسته وکړي.»

پر همدې مهال د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت مسولې کرېستالېسټ ویلي:«موږ د ایران پر حکومت او خلکو باندې د کډوالو د دې درانه فشار په اړه پوهیږو. او موږ چمتو یوو چې په دې برخه کې ستونزې حل کړو او له سیاسي اختلافاتو پرته په دې پروسه کې مرسته وکړو.»

ایران پر داسې مهال د افغان کډوالو د کوربه توب له امله د مرستو او همکارۍ غوښتنه کړې، چې د تېرکال راهیسې یاد هېواد سلګونه زره افغان کډوال په زور بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي او له ایران څخه د افغان کډوالو د شړلو لړۍ لا هم دوام لري.

نور خبرونه

رادیو