د ایران د بشري حقونو سامان په خپل میاشتنې راپور کې ویلي، چې تېر اکټوبر میاشت کې په ایران کې د ۱۱ افغانانو په ګډون ۲۱۷ کسان اعدام شوي دي.
د یاد سازمان د موندونو له مخې، په دغه هېواد کې په هرو درېیو ساعتونو کې یو کس اعدام شوی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان په راپور کې ویل شوي، چې اعدام شویو کسانو کې ۱۱ افغانان، ۶ ښځې، ۸ بلوڅان، ۸ کردان او ۱۱ تنه عربان هم شامل وو.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې دا په ایران کې د تېرو ۲۵ کلونو پرمهال د اعدام شویو کسانو لوړ ارقام بلل کېږي.
د یاد سازمان له خوا د خپاره شویو معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۲۵ کال په تېرو لسو میاشتو کې د ایران په زندانونو کې ۱۲۷۱ کسان اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې، چې د ایران په زندانونو کې د اعدامونو مخنیوی وکړي او د ایران د حکومت له خوا د انسانیت پر وړاندې د جرمونو د ترسره کولو موضوع دې جدې وڅېړل شي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان رییس محمود امیري مقدم ویلي:«موږ د هغو خلکو د ډلیزو او سیستماټیکو وژنو شاهدان یو، چې د ایران د قضايي ادارو له خوا د عادلانه محاکمې پرته د مرګ په سزا محکم شوي دي. نړیواله ټولنه او هېوادونه چې د ایران سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري مکلف دي، چې ژر تر ژره د ایران د حکومت له خوا د اعدام ماشین په خپله اجنډا کې شامل کړي.»
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې اعدام شویو کسانو ته نشه يي توکو د قاچاق، قصدي قتل، جاسوسۍ، جنسي تیري او سیاسي مخالفتونو په تور د مرګ په سزا محکوم کړل شوي وو، چې له دې ډلې یوازې د ۲۴ کسان د اعدام موضوع رسنیزه شوې ده.

