پاکستان ته د نورالله نوري ګواښ: سپین ږیري او ځوانان به درپسې دروځي زه او ته په ځمکه وصل یو

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د قومونو، قبایلو او سرحداتو وزیر د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ته په ګواښمنه ژبه په یوې غونډې کې ویلي چې امریکا او روسیه له افغانستان څخه ډېر لرې وو، خو افغانستان له پاکستان سره په ځمکه وصل دی.

هغه زیاته کړې: «ته په دې باور لرې چې سپین ږیري او ځوانان به درپسې دروځي».

نوري د روسیې او امریکا سره د مجاهدینو او طالبانو جګړې ته اشاره کړې ده چې که څه هم لرې وو خو دوی ورسره جنګېدلي دي.

نوموړي خواجه اصف ته په خطاب کې ویلي: "خواجه صاحب دې دا نه هېروي چې روسیه او امریکا زموږ څخه ډېر لرې وو، مګر زما او ستا وصلت په پنجاب او سند کې دی".

د طالبانو د قبایلو وزیر پاکستان ته ویلي چې تاسو په خپله ټېکنالوجۍ غرور مه کوئ.

هغه زیاته کړه: "دا د عقیدې د اساس او باشهامته ولس د دې جوش او صبر مه ازمویه".

وروسته له هغې چې پر ډېورنډ کرښه د طالبانو او پاکستان تر منځ نښتې وشوې د دواړو خواوو د چارواکو تر منځ توندې نیوکې او ګواښونه د رسنیو د سر ټکي ګرځېدلي دي.

له دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف طالبانو ته ګواښ کړی و، چې که له طالب لوري سره خبرې ناکامه شي، نو مخامخ به جګړې ته داخل شي.

نور خبرونه

رادیو